د آقینې_اندخوی ترمنځ د اوسپنیزې پټلۍ د تیریدو چارې پیل شوې
عزم(جمعه، ۴ زمری ،۱۳۹۸)د ترانسپورت وزارت وایي، فاریاب کې یې د آقنیې بندر او اندخوی ترمنځ د اوسپنیزې پټلۍ د تیریدو چارې رسما پیل کړې دي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال یې دترکمنستان د اړیکو له وزیر دورانوف سره د استیشن او اقنیې ترمنځ د اوسپنیزې پټلۍ د تیریدو تړون هم لاسلیک کړی دی.
د ترانسپورټ وزیر یما یاري وایي د آقنیې بندر د اوسپنیز خط له تیریدو سره به افغانستان د ترکمنستان له اوسپنیزې پټلۍ سره وصل او له هغه ځایه به د سیمې له هیوادونو سره د اورګاډي لار پیدا کړي.
د وزیر د مالوماتو له مخې، د آقنیې بندر او اندخوی تر منځ پر ۳۰ کیلومتره مسیر اوسپنیزه پټلۍ لګولو باندې به په ټولییز ډول ۳۰ میلیونه ډالر لګښت راشي.
دغه راز د استیشن او آقنیې ترمنځ په لس کیلو متره اوسپنیز خط هم ۹،۳میلیونه ډالر لګښت اټکل شوی، چې ټول د دولت د بودیجې لخوا ورکول کیږي.
نوموړی زیاتوي، په دې سره به د افغانستان او د سیمې هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو او ترانسپورټي اړیکو کې لا زیاتوالی راشي او په دې برخه کې به یو نوی باب پرانیستل شي.