څیړونکي: پر ملکي وګړو د تیرکال په پرتله د امریکا هوایي بریدونه درې برابره زیات شوي

 

عزم(پنجشنبه، ۱۰ زمری ،۱۳۹۸)د څیړنیزو خبریالانو یوه ځانګړي ټیم په خپله مقاله کې ویلي چې د بهرنیو او افغانان قواوو د هوایي بریدونو کچه د تیرکال په پرتله په بیساري ډول پورته شوې ده.
دغه ټیم د یوناما وروستي راپور ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د ملکي وګړو د تلفاتو شمیر د تیرکال له نیمایي نه درې برابره زیات شوی چې له مخې یې تیر ۲۰۱۸ کال یواځې ۱۵۸ کسان په دغه ډول هوایي حملو کې وژل شوي وو او سږکال بیا دغه شمیر ۴۳۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
د یوناما راپور کې د دغه ډول ړندو هوایي بریدونو د ۸۳ سلنې پړه پر امریکایانو او اتلس نور د افغان ځواکونو پر غاړه ور اچول شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button