مولوي عبدالسلام حنفي: له توافق وروسته به ټول اشغالګر عسکر له افغانستان څخه وزي

عزم(شنبه، ۱۲ زمری ،۱۳۹۸)نن یو ځل بیا د طالبانو او امریکایي پلاويتر منځ اتم پړاو مذاکرات پیل کیږي، تمه ده چې دا ځل ترسره کیدونکي مذاکرات به امیدوارونکي وي، تیره شپه ناوخته خلیلزاد د اتم پړاو مذاکراتو په اړه په یوه تازه ټویټ کې ولیکل چې طالبان اماده ښکاري چې یو توافق لاسلیک کړي،د طالبانو د سیاسيدفتر مرستیال هم په یوه تازه مرکه کې خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي چې که داځل مذاکرات کامیاب شياو یو توافق ته ورسیږو دا به د ټولو افغانانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، که موږ یو توافق ته ورسیږو هغه مهال به د یوه تقسیم الاوقات لمخې ټول امریکایي عسکر او ناټو ځواکونه له افغانستانه وزي، دا چې په مطبوعاتو کې اوازې دي چې یوه برخه عسکر به په افغانستان کې پاته وي صحیح نه دي.
نوموړي په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی او وایي چې کله چې د افغانستان د مسلې خارجيبعد پایته ورسیږي دوي به بین الافغانيمذاکرات پیل کوي، او له کابل ادارې سره د حکومت په حیث مذاکرات نه ترسره کیږي.