اشرف غني ته د ټرمپ وضاحت: «یوځل بیا خپلې خبرې تکراروم»

 

عزم(شنبه، ۱۲ زمری ،۱۳۹۸)د امریکا د متحده آیالاتو ولسمشر دونالډټرمپ یوځل بیا د افغانستان په تړاو هغه ګواښوونکې خبرې تکرار کړې چې تیره اونۍ یې کړې وې.
که څه هم د کابل حکومت مشر دا خبرې نه رد او نه یې هم غندلې وې او یواځې د وضاحت غوښتلو غوښتنه یې کړې وه؛ خو ټرمپ یوځل بیا دا خبرې تکرار او په دې برخه کې یې تر پخوا زیاته مبالغه کړې.
ټرمپ ویلي«که مونږ وغواړو د افغانستان جګړه وګټو، په دریو، څلورو ورځو کې یې ګټلی شو، خو نه غواړو هلته لس میلیونه انسانان ووژل شي»
ټرمپ ویلي، که څوک فکر کوي چې امریکا به دا اکار په اتومي وسلو ترسره کړي، ناسمه ده، مونږ په مروجو وسلو همدومره کسان له منځه وړلای شو.

نوموړي تر دې وړاندې د لس میلیونو افغانانو د وژل کیدو لپاره یوه اونۍ وخت ټاکلی وه او دا یې هم ویلي وو چې کولی شي لسو ورځو کې  افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.
شنونکي وایی، ټرمپ فکر کوي، افغانستان کې لس میلیونه کسان د امریکایي یرغل خلاف او د طالبانو فکري پلویان دي او نور پاتې یې زیاتره بې پرې او یا هم د دوی تر مشرۍ لاندې حکومت سره جوړ خلک دي.

د دوی په وینا، که څه هم افغان سیاسي مشرانو او د ارګ په ګډون ګڼو حکومتي چارواکو تیرځل د ټرمپ پر دې خبرو غبرګون وښووده، خو ښایي د ټرمپ تازه ګواښ د افغان مشرانو لپاره یو پیغور آمیزه جمله وي چې ګواکې هغوی د دې خاورې هیڅ مالکیت نه لري او یواځې د دوی تر لاس لاندې منسوبې واکمنې څیرې دي چې د امریکا د منافعو لپاره هرڅه ترسره کوي.
ټرمپ د دغو خبرو پر مهال له طالبانو سره له مذاکراتو خوشبیني وښووده او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې خورا زیات پرمختګ شوی او افغانستان کې د امریکایي عسکرو د کمبود لپاره ښه فرصت برابر شوی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: