غزني کي ترافيکي پيښي دښځو اوماشومانو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان کړي

دکابل- کندهار په لويه لاره دغزنی ولایت په رېګ رېشن سیمه کي ددوو مسافر وړونکو موټرو دټکر له امله دښځو اوماشومانو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
دغزني دوالي ویاند شفیق ننګ ویلي، چي دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې دغزني ولایت په اړونده سیمه کي رامنځ ته شوې، چي له امله يې ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
دننګ په خبره، چي دوو ۳۰۳ او ۳۰۴ موټرو دموټر چلونکو دبې احتیاطي له امله ټکر سره کړی دی.
شفیق ننګ ویلي، چي په پېښه کي یوه میرمن او دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي.
له پيښي وروسته ټپيان دغزني ملکي روغتون ته ليږدول شوي، چي دډاکټرانو په وینا، دڅلورو تنو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
دیادوني وړ ده، چي دغزني ولایت دمرکز اړوند دروضې او رېګ رېشن په سیمو کي دسړک خرابوالی او تنګوالی ډیری وخت دترافيکو پيښو لامل ګرځي.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button