یوناما تر غبرګون وروسته ملي امنیت شورا هم زرمت کې د ملکیانو وژل کیدل ومنل

عزم(پنج شنبه، ۲۴زمری ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت « یوناما» په یوه اعلامیه کې وویل چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو چې بهرنیانو یې هم ملتیا کوله، ټول ملکی وګړي په نښه شوي او دوی به یې په هکله څیړنې وکړي؛ تازه د ګډحکومت د ملي امنیت شورا منلې چې رښتیا هم دې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان اوښتی دی.
دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي «ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د هغو عملیاتو په اړه، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې شوي او د وسله والو طالبانو په ګډون پکې زموږ یو شمېر ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې»

اعلامیه کې ویل شوي چې د تحقیقاتو په لړ کې ګرم پېژندل شوي کسان به ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې چلند ورسره وشي.
د ملي امنیت شورا وایي، امنیتي ارګانونو (ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست) ته هدایت شوی، چې په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي.
د یادونې وړ ده چې د اختر پر دوهمه ورځ چې طالبانو د یو اړخیز نا اعلان شوي اوربند له مخې جګړه درولې وه، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کولالګو سیمه کې د ګدوځواکونو په عملیاتو کې یوولس تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې محصلین او د لیسو استادان یا مدیران وو، په ډلییزه توګه ووژل شول.
دې پیښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او دا کړنه لوی جنایت وبلل شوه.
ارګ لا تر دې مهاله په دې تړاو د بښنې غوښتلو یا خواشیني ښوودلو جسارت نه دی کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button