اجرایه ریاست: امریکا د طالبانو سربیره د کابل له حکومت سره هم موافقتنامه لاسلیکوي

عزم(پنج شنبه، ۲۴زمری ،۱۳۹۸)د ګډحکومت اجرایه ریاست وایي، امریکایي چارواکي غواړي له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو په موخه په همهاله توګه دوه تړونونه لاسلیک کړي، چې لومړی به یې له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو موافقتنامه او دوهم به له حکومت سره د هغې تائید وي.
د اجرائیه رئیس ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي؛ له طالبانو سره د موافقتنامې تر لاسلیک وروسته به امریکا یو هوکړه لیک له کابل حکومت سره هم لاسلیک کړي چې په کې به پر دې ټینګار وشي، چې د کابل حکومت د امریکا او طالبانو له هوکړه لیک خبردی، ملاتړ یې کوي او دا هوکړه لیک له افغان حکومتي چارواکو سره په همغږي کې لاسلیک شوی دی.

آریانا نیوز د باخبره سرچینو په حواله ویلي، امریکا له طالبانو سره دا هم منلې چې د سولې هوکړه لیک به د «اسلامي امارت» او امریکا په نومونو لاسلیک کیږي.

کابل کې د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي، امریکا له طالبانو سره له افغانستان څخه د ټولو ( جنګی، استخباراتي، قراردادي او سلاکارانو) بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له افغان دولت سره د امریکا د ټولو تړونونو لغوه کیدلو، د ۳۵ زره طالب بندیانو خلاصولو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ټولو اډو له منځه تللو هوکړې وار له مخه منلې دي.

حکومت کې دننه سرچینې وایي، اشرف غني نه غواړي له امریکا سره دوهم تړون لاسلیک کړي ځکه نوموړی په دې باور دی چې د امریکایانو وتل به د نوموړي د واکمني د زوال په مانا وي، له همدې امله یې له امریکایانو غوښتي چې په دې شرط ورسره د طالبانو موافقتنامه مني، چې ټول ځواکونه به له افغانستان څخه نه وباسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button