د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز له مشر عبدالجبار بهیر سره د عزم ځانګړې مرکه

محترم بهیر صاحب ښه راغلاست!

عزم_ د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ د هیواد په روان وضعیت کې د سولې که د ټاکنو پروسه د افغانانو په ګټه ده او ولې د دولت ساز ټیم مشر د سولې پر ځای ټاکنو ته ارجحیت او اولویت ورکوي.؟

بهیر_ سوله هغه ارزښت او هیله ده، چې د هر افغان په خوله او زړه ورته دعا کېږي، موږ افغانان پوره څلور لسیزې د جگړو له امله خورا کړېدلي او په هره برخه کې زیانمن شوي یوو. په اوسنیو حالاتو او شرائطو کې سراسري او ریښتونې سوله د هېواد او ولسونو لپاره په دې ارزښتمنه ده، چې د هوسا او با عزته ژوندانه او له ناخوالو او ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار بلل کېدای شي.
د بل هر وخت په پرتله اوس، اوس د افغان سولې په برخه کې ملي، سیمه اییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې ده او په یوه خوله او غږ افغانان او په افغانستان کې ښکېل نړیوال او سیمه اییز اړخونه يې ملاتړ کوي، چې په هېواد کې د اوږده ناورین او تحمیل شوې جگړې د پای ته رسېدلو لپاره یوازینۍ لار د خبرو او جدي مذاکراتو پیل بولي، خو د ملي وحدت ناقانونه او په افغانانو د تحمیل شوي حکومت لا ټینگار دا دی، چې په لنډ مهال کې د سولې راتلل شوني نه دي او باید دا کړنه د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خنډ نه شي.
همدا راز د دولت ساز ټاکنیز ټکټ، چې نوماند يې لا د بې واکه او نا قانونه حکومت مشري هم کوي، په داسې وخت کې د ټاکنو په تر سره کېدو ټینگار لري، چې شفاف او سراسري ټاکنیز سیستم او ډاډمنو پایلو ته یې نه هېوادوال هیله من دي او نه هم ورباندې د ټاکنیز څار نړیوالې مؤسسې اطمئنان لري.
د دولت ساز ټیم لخوا د ولسمشرۍ د ټاکنو په تر سره کولو ټینگار شاید یوازې او یوازې د دې لپاره وي، چې یو ځل بیا ناقانونه کاواکه نظام په افغانانو تحمیل شي، چې د ولس د هوساینې لپاره پکښې هېڅ اراده نه وي او په هېواد کې د بهرنیو استخباراتي او نظامي لاس وهنو او ځورونو لپاره د تېرو پنځو کلونو په څېر لار هواره وي.

عزم_که څه هم د خپل منځي ستونزو ښکار وو، خو دحنیف اتمر ټیم انتخاباتي کمپاینونه دسولې د روانو هڅو لپاره ځنډولي، تاسو یې دا اقدام څنګه ارزوئ او دا هم راته ووایاست چې که د ټاکنو له لارې څوک انتخاب هم شو، له طالبانو سره تر سولې وروسته به یې بقاء یقیني وي؟

بهیر_ فکر کوم، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ به خپل ټاکنیز فعالیت د شخصي او سیاسي ناندریو او ملحوظاتو له مخې ځنډولی وي، خو په ټاکنو، سولې ته لومړیتوب د هر افغان غوښتنه ده او همدا معقول حل بلل کېدای شي، ځکه سوله له سراسري او ډاډمنو ټاکنو سره مرسته کولای شي، خو ټاکنې د هېواد د امن او سوکالۍ لپاره د پخوا دریو ولسمشریزو دورو په څېر هېڅ هم نه شي تضمینولای.
زما په اند، که د امریکایانو د لوړ رتبه چارواکو له څرگندونو سره سم له ټاکنو مخکې د را روان سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د سولې تړون او هوکړه لیک تر سره او لاسلیک شي، فکر کوم د نړیوال فشار په پایله کې به ټاکنې یا بیخي لغوه کړل شي او یا هم لږ تر لږه د تېرې جوزا میاشتې د ځنډ په څېر بیا وځنډول شي.
خو که امریکایان سوله وځنډوي او په ټاکنو بله لوبه تر سره کړي، نو له شک پرته چې افغان ولس به د هر ناورین قرباني وي او زما په فکر، موږ به بیا د پنځو راتلونکو کلونو لپاره له ناخوښې او تحمیل شوې جگړې سره لاس او گریوان وو، چې په دې صورت کې به طالبان هم په هر قیمت د نظامي فشار لار غوره وبولي.

عزم_داچې تاسو یوه علمي او اکاډمیکه څیره یاست او د یوه پوهنیز بهیر مشري در له غاړې ده، د خپل درک له مخې په ټوله کې د روان سیاسي یهیر مهم لوبغاړي څوک بولئ او په دې برخه کې د کوم لوري سیاستونه اغیزمن او د هیواد په خیر بولئ؟

بهیر- په دې کې شک نشته، چې د جنگ اړخونه تل د سیاست اساسي او مهم لوبغاړي هم وي، نو طبیعي ده، چې په افغانستان کې د روانې جگړې یو اړخ طالبان دي او بل اړخ یې ملي وحدت حکومت او ورسره سیاسي تنظیمونه او اپوزیسیون دی، خو له ځینو نیوکو سربېره دا چې د طالبانو موقف او رهبري په یوه خوله او یو نظر اداره کېږي، نو په مقابل لوري یې سیاسي او ټولیز اغیز او فعالیت له ورایه څرگند دی.

عزم _که له امریکا سره روان مذاکرات د هرې نقطې پر سر د جنجال او لاسپیناوي په موخه ځنډ پیدا کوي، نو که دا لړۍ بین الافغاني مذاکراتو ته راواوښته، همداسې به د خڼډونو او وخت تیرولو ښکار وي؟

بهیر_ طالبانو وکولای شوای په سیمه اییزه او نړیواله کچه د خپل تحریک او نظام په اړه سپیناوی وړاندې کړي او د نړیوالو ملاتړ او تایید يې تر لاسه کړ، خو د افغاني مذاکراتو په درشل کې بیا په کار ده، چې له افغانانو سره د یو بهرني او متجاوز په څېر تعامل او مجلس ونه کړي. له شک پرته که طالبان د افغاني ډیالوگ په مهال یو څه تنازل ولري، زه باوري یم، چې ددوی د لوړو موخو او غوښتنو په برخه کې هېڅ ډول ستونزې نه راولاړېږي.

عزم_سرې کرښې څنګه تعریفوئ او ستاسو په آندکه سبا طالبانو اسلامي قانون سره کرښه باله او د کابل ادارې اړوندو بیلابیلو بنسټونو خپلې ځانګړې سرې کرښې درلودې، نو آیا داسلامپالو او دیموکراسۍ پلوو تر منځ داجنجال به د یوې بلې داخلي جګړې پیل نه وي؟

بهیر_ سرې کرښې باید هغه څه وي، چې ټول افغانان ورته یو ډول قائل وي، اسلامي نظام او اسلامي قانون هر افغان ته د سرو کرښو حیثیت لري، خو له اسلامي قانون څخه تفسیر او برداشت بیا ستونزې جوړولای شي. زه یو ځل بیا ټینگار کوم، چې که د افغاني ډیالوگ او مذاکراتو په مهال طالبان حکیمانه او منصفانه برخورد وکړي او د دې هېواد او مظلوم ولس د امن او ریښتونې خپلواکۍ لپاره خپله افغان شموله طرحه چمتو او وړاندې کړلای شي، او ورسره د ځینو جانبي او ثنايي غوښتنو په برخه کې لږ تنازل هم ولري، هېڅکله به موږ د کورنۍ جگړې سره مخ نه شو، ځکه افغانانو څلوېښت کلونه د جگړې ناخوالې گاللې دي او نور له تاوتریخوالي ستړي شوي دي.

عزم_په پای کې؛ علمي ادارې، مدني او فرهنګي خوځښتونه او سیاسي بهیرونه د افغانستان د روښانه راتلونکي په تړاو کوم مسؤلیتونه لري او ستاسو پیغام به ورته څه وي.؟

بهیر_ علمي او فرهنگې شخصیتونه او جریانونه باید د هېواد د هوساینې او پرمختگ په برخه کې کار وکړي، د سیاسي عقدو او پرديو د پلانونه طراحان ونه اوسي. له هېواد سره د ریښتونې مینې او خپلواکې ارادې انگېرنه ولري. زه باوري یم، چې که همدا لوري خپله دنده او رسالت په سمه او پاکه اراده تر سره کړي، له شک پرته چې په هېواد کې هر وخت او د هر ډول سیاسي تغیراتو په مهال مثبت او ایجابوي رول تر سره کولای شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button