پر تورونو سربیره، ارګ وایي طالبان د کابل برید په غندلو نه خلاصیږي

عزم( یکشنبه، ۲۷ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د کابل د تیرې شپې تروریستي چاودنه،چې د واده په مراسمو کې ترسره او لسګونو هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله، طالبانو په کلکه وغندله او په څرګنده یې د پړې ګوته یې داعشي ملیشو ته نیول کیږي، خو ارګ وایي دا کار طالب وسلوالو ترسره کړی دی.
د اشرف غني لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي «طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابرونکي دي»
ارګ که څه هم برید غندلی او له نړیوابې ټولنې یې هم په دې برخه کې د څیړنو غوښتنه کړې، خو د شنونکو په آند د حملې نوعیت ته په پام داسې ښکاري، چې حمله د افغان حکومت په خوښه د ځینو استخباراتي کړیو کار وي.
شنونکي زیاتوي، ارګ او ځینې مرموزې استخباراتي کړۍ فکر کوي چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر برخلیک ټاکونکې خبرې، ښایي دغه ډول وحشیانه بریدونه نور هم تر اغیزې راولي او د دوی په اند ښایي امریکا داځل د خپلو ټولو ځواکونو له ایستلو تیره شي.
د پیښو څارونکي وایي، په همهاله توګه د اشرف غني لخوا د افغان پوځیانو جګړه د بهرنیانو ګټو او د نیویارک، واشنګټن خوندیتابه ته منسوبول او تر څنګ یې دا ډول وحشیانه بریدونه دا په څرګنده توګه ثابتوي چې د حکومت په ګډون ګڼې کورنۍ او بهرنۍ استخباراتي
کړۍ لا هم نه غواړي د سولې خبرې پرمختګ وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button