کابل کې پر واده برید: داعش د امریکا پر پله

خط اول:
تېره شنبه ماسختن (د اسد ۲۶مه / د اګست ۱۷مه) د پلازمېنې کابل ښار په شپږمه حوزه کې په یوه هوټل کې دننه د واده د خوشحالۍ شېبې په ویر بدلې شوې. یوه کس په ځان پسې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې تر ۶۲ زیاتو کسانو ژوند بایلود او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شول.
نن غرمه داعش ډلې د یاد برید، چې د دوی په خبره ۴۰۰ شیعه مسلکو ته مرګ ژوبله پکې واوښته، پړه پر غاړه واخیسته.
که څه هم ځان ته اسلامي دولت ویونکې ډلې ومنله چې دا وحشیانه برید دوی کړی، خو د کابل حکومت د مشر اشرف غني په ګډون نورو چارواکو خپله ټوله هڅه وکړه چې طالبان پړ پرې وبولي.
د کورنیو چارو وزیر بیا د دې پر ځای چې د پیښې د عاملینو پر ضد – لکه په نوره نړۍ کې چې معمول دی – د پراخو او دقیقو عملیاتو پیلېدو خبره وکړي، په سطحي او خندوونکې ادعا کولو سره یې کوښښ کاوه خلک قانع کړي چې برید داعش نه بلکې طالبانو کړی دی. نوموړي ویل: چاودېدونکو توکو او د برید څرنګوالي ته په کتلو معلومیږي چې برید د طالبانو لخوا شوی دی. د خلکو په ساتلو کې دې ناکامه شویو چارواکو په خپل ټول توان له دې وحشته د سیاسي ګټې ترلاسه کولو او د عامه اذهانو د تېر ایستلو کوښښ وکړ.
افغانستان کې د داعش له بوټې راپورته کېدو سره سم دلته پر اهل تشیع باندې ګڼ شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي دي. یوازې په څلورو سترو بریدونو کې نږدې ۱۴۰۰ افغان شیعه ګانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. که اهل تشیع احتیاط ونکړي؛ د پردیو په لمسون، په آګاهانه یا ناآګاهانه ډول په ورته ناروا اعمالو لاس پورې کړې، هېواد کې به د سوریې او عراق په څېر خونړۍ مذهبي جګړه پیل شي — چې همدا د داعش او د بهرنیو افغان دښمنه استخباراتي کړیو موخه ده.
د داعشیت فکر د عامو دښمنانو ترڅنګ د اهل تشیع پر وړاندې هم خپلو اتباعو ته له هر ډول انساني او اسلامي کرښو د تېرېدو اجازه ورکوي. داعشي مفکوره، چې له وړاندې لا په هېواد کې پیکه ده، په دې ډول وحشیانه بریدونو سره نوره هم پیکه کیږي. داعش سرطان دی. که وخت پرې تېر شي، ټول هېوادوال به د کابل د وراوالو په شان په ویر اخته وي. افغانان باید د دې فتنې رېښې وروچې وکړې ځکه له فتنو هیچا خیر نه دی لیدلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button