خپلواکي – امان الله خان او څو هیښوونکې کارنامې یې…!!

لیکوال: موسی فرهاد 

نن د زمري د میاشتې ۲۸مه، له بریتانوي ښکیلاک څخه د افغان مجاهد ولس د استقلال اخیستلو سلمه کلیزه پوره شوه.

انګریزان کله، څنګه او څو ځله راغلل؟

د اتلسمي پیړۍ په لومړیو کې برتانیه چې هغه مهال لویه امپراتوري وه، د نړۍ ډېره برخه ترخپلي ولکې لاندي راوستي وه، تر دې چې لوی هند یې هم ولکه کړ، او بیا پر افغانستان را وخوځیده، په ۱۸۳۹ میلادي کې یې له هند څخه لښکري را مرش کړي، د ښکارپور او بلوچستان له لاري یې افغانستان ته رادننه کړي، له کندهار او غزني وروسته کابل ته ورسیدل، د کابل پرتخت یې شاه شجاع په زور کښینا وه، لکه په دا تېر ۴۰ کلن انقلاب کې چې لومړی روسانو او بیا امریکایانو خپل خپل ګوډاګیان پرکابل حاکمان کړل، عین همدا لوبه هغه وخت هم وه.

جهادي مقاومت

د انګریزانو پر خلاف ولسي مشران، چې زیاتره یې دیني عالمان وو؛ لکه میرمسجدي خان، ملامشک عالم، عبدالله خان اڅکزی، نائب امین الله لوګری، وزیرمحمداکبرخان، غازي محراب خان بلوڅ، محمدشاه خان بابکرخیل، او داسي نور ډېر… راپاڅیدل د جهاد فتوا یې صادره کړه، کلي په کلي وګرځیدل خلک یې د اشغال پرضد وهڅول ترڅو چې په هره سیمه کې ولسي پاڅونونه پیل شول.

پر انګریزانو یې چریکي او مخامخ جګړي پیل کړي، د انګریزانو ستر قومندان میکناټن د وزیراکبرخان لخوا په کابل کې ووژل شو، انګریزي لښکر وارخطا شو، قریب 17زره سرتیرو یې په وارخطا حالت کې د لتهبند له لاري د تښتې هڅه وکړه، ترڅو د خیبر له لاري هند ته ځان ورسوي، خو د مجاهدینو له کمینونو سره مخ شول، چې بالاخره ټول ووژل شول یوازي یې سرلښکر جنرال برایډن په زخمي حالت کې جلال آباد ته ورسید. تر دې وروسته غازیانو په کابل کې د انګریزانو ګوډاګی باچا شاه شجاع هم و واژه لکه د روسانو پاتی شونی نجیب چې ووژل شو.

دویم یرغل:

په ۱۸۷۹ میلادي کال کې یوځل بیا انګریزانو د امیرشیرعلي خان په وخت کې د ننګرهار او کندهار له لاري پر افغانستان یرغل وکړ، دا سیمي یې لاندي کړي، امیرشیرعلی خان ورسره مقاومت وکړ، خو په دې وخت کې په شمال کې د ناروغۍ له امله وفات شو، زوی یې (یعقوب خان) خلکو باچا کړ، هغه ته انګریزانو ځان نژدي کړ، د ګندومک په نوم معاهده یې ورباندي امضا کړه، چې انګریزان به ده ته کلنۍ بودیجه ورکوي او دی به د مهمو خارجي او داخلي فیصلو واک انګریزانو ته سپاري، او د غصب شویو ځمکو له دعوې به لاس پرسر کیږي. لکه په اوس وخت کې چې د امنیتی تړون په نوم سند امریکایانو په اشرف غني امضاء کړ.

بیا ولسي قیام

له اوږدې مودې وروسته داځل بیا د ولسي غازیانو چې زیاتره یې علماءکرام وو؛ لکه محمدجان خان وردګ، میربچه خان کوهدامني، ملامشک عالم، مولانا عبدالغفور لنګري، غلام حیدرخان چرخي، فیض محمد صاحبزاده موسهیوال، او داسي نورو په مشرۍ په هره سیمه کې ولسي پاڅونونه پیل شول، په کابل کې یو شمیر عسکر راپاڅیدل د انګریزانو پر سفارت یې برید وکړ، د سفیر په شمول یې ۱۲۳تنه انګریزان ووژل، سفارت ته یې اور ورته کړ.

ولسي قیام پراخ شو، د هرات له طرفه د امیر شیرعلي خان زوی، غازي ایوب خان پر کندهار برید وکړ، په میوند کې یې قریب ۱۲زره انګریزي لښکر تارو مار کړ.

انګریز سمدستي اعلان وکړ چې عسکر باسي، خو پټ یې له امیرعبدالرحمن خان سره ژمنه کړي وه چې واک به ده ته پریږدي، کلنۍ بودیجه به هم ورکوي، خو په دې شرط چې هغه به ورسره ګندومک تړون ته ژمن پاته کیږي. همداسي وشول. انګریزان ولاړل، عبدالرحمن خان واک په لاس کې واخیست سمدلاسه یې په هغو غازیانو مخ را واړاوه چې د انګریز په خلاف یې جهاد کړی وو، اکثره یې اعدام، تبعید او یا زندانیان کړل. دغه ناوړه حالت تر لسیزو دوام وکړ، تر دې چې په ۱۹۱۹میلادي کال کې افغان ولس مکمله خپلواکي ترلاسه کړه.

استقلال:

د امیرحبیب الله خان ترمرګ وروسته د هغه ورور عنایت الله خان او زوی یې امان الله خان دواړو غوښتل چې باچا شي، خو د علماؤ او متنفذینو ملاتړ ته یې اړتیا لرله، دیني علماوو د امان الله خان ننګه وکړه په دې شرط چې نوموړی به د انګریز پرضد جهاد اعلانوي او استقلال به ترلاسه کوي.

امان الله خان دا ژمنه ومنله او باچا شو، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره خوځښت پیل شو، په هره سیمه کې د جهاد لپاره د خلکو د راپاڅولو لپاره مشران وټاکل شول، په ختیځ کې د ترنګزو حاجی صاحب، او چکنور ملاصاحب، د لویی پکتیا لپاره د شوربازار حضرت صاحبان، د لوی قندهار لپاره د خرقي مطهرې متولي مولانا عبدالحمید الکوزی او مولوي صالح محمد اخندزاده او نورو سیمو کې هم ورته مشران علماء وټاکل شول.

د ۱۹۱۹میلادي کال د اوړي په لومړیو کې په دریو څلورو محاذونو کې د انګریزي یرغلګرو پرضد جګړې پیل شوي، چې زیاتره تمرکز یې د پکتیا په طرف کې وو، انګریزانو په ډېرو ځایونو کې غوڅ شکست وخوړ، له همدې کبله یې د مصالحې لاره غوره کړه، مجاهدینو ته یې وړاندیز وکړ چې د افغانانو هري غوښتني منلو ته تیار دي، چې بلاخره د ۱۲۹۸هـ لمریز کال د اسد د میاشتې پر ۲۸ نیټه یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت ومنله او خپلي لښکري یې د تل لپاره له افغانستانه وایستلي. چې همدا نن یې ویاړلې سلمه کلیزه ده، افغان ولس ته دې مبارک وي.

امان الله خان

په دې کې شک نشته چې امان الله خان دا توره وکړه چې د علماو او ولسي متنفذینو دا غوښتنه یې ومنله چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره به جهاد کوي، د ده په واکمنۍ کې د مجاهدینو وسلوال جهاد بریالی شو، افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته چې یې له افغان ولس په ځانګړې توګه له دغه جهادي قشر سره څه وکړل؛ د ډېر افسوس وړ دي:

دلته د لیکني په دې برخه کې موږ د هغه په اړه د بیلابیلو ناپییلو مؤرخینو ځیني لیکلي تأثرات درسره شریکوو، نور یې قضاوت لوستونکو ته پریږدو:

ترقي او اصلاحات یې:

جهاني وایی په افغانستان کی د روشن فکرۍ، اصلاحاتو او پرمختګ ټکي زیاتره وخت د امان الله خان له نامه سره یادیږي، ځکه چې ویل کیږي نوموړي په لومړي ځل افغانستان ته روشنفکري راوړي، غربي لباس یې په افغانستان خصوصاً په حکومتي دستګاه کې حتمي وګرځاوه، اصلاحات یې راوستي، د فساد په وجه یې خلک وهلي ټکولي، د رشوت په تور یې د هرات له امنیه قومندان نه د خلکو په مخکي پخپل لاس جامې وایستلي. او لوڅ لپړ یې ودراوه.

تعمیراتي پروژې یې پیل کړي، د سړکونو جوړول یې بنا کړل، آساسی دستور یې جوړ کړ، پارلمان یې رامنځ ته کړ، تعلیم ته یې توجه وکړه، انساني بیګار یی منع کړ، تنها د سړک جوړوني لپاره بیګار حتمي سو.، د مالیاتو ټول سیسټم یی له سره تنظیم کړ، اضافي مالیات یی، لکه د ملکې د سرغوړي، لغو اعلان کړل، کلنۍ بودیجه یی رواج کړه، د مرکزي او ولایتی شوراګانو سیستم یې رامنځ ته کړ، د قبایلی خانانو، درباریانو، او د شاهي کورنۍ د لیري خپلوانو او سردارانو ځانګړي امتیازات او معاشات یی ختم کړل، د مخابراتو او ټلګراف خدمات یی پراخ کړل، افغانستان یې د پوستې د بین المللی ټولني غړی کړ، مطبوعاتو ته یې وده ورکړه، په هر لوی ښار کې یې یوه یوه جریده چاپیدل پیل کړل، پلونه یی اباد کړل او داسي نور کارونه… که څه هم دا ټول خدمات حکومتونه او بلکي ټولي انساني ټولني په طبعي شکل ترسره کوي ځکه چې دا یوه طبعي حیاتي اړتیا وي، د وخت په تیریدو سره یې ترسره کول عادي چاره ګڼله کیږي، نه فوق العاده ترقي. په هرصورت په تاریخ کې دا د نوموړي ښه اقدامات بلل شوي.

پارونکي کارونه یې څه وو؟

امان الله خان له ابتدائي اصلاحاتو وروسته په ۱۹۲۷میلادي، دسمبر ۱۵مه د یو ۳۰کسیز پلاوي په ملتیا د اروپا په اوږده سفر روان شو، چې د ۱۹۲۸م کال تر جولای پورې په سفر و.

کله چې بیرته راستون شو، له ځان سره یې د نوېو اصلاحاتو بلا طرحې را کتار کړي وي، لومړی ځل یې په کندهار کې د خلکو یوې غونډې ته احساساتي وینا وکړه او ویي ویل:

«… زما نصیحت ته غوږ سئ او هیڅ وخت خرافات پرستي مه کوئ. ځیني ناخبره ملایانو تاسي ته د مذهب ځنځیرونه اچولي، دوی تاسي ته د مذهب په باره کی غلط معلومات درکړي، تاسي یی غولولي یاست. تاسي ته چې زه څه وایم هغه د خدای او د هغه د پیغمبر خبري دي.
ده وویل: زه اروپا ته د سات تیري او ماشینونو د لیدلو لپاره نه وم تللی. بلکه غوښتل مي چي د ریښتوني ترقۍ لاري وپلټم. حتي په هغو میلمستیاوو او میلو کي چي زما په افتخار به کیدلې ما د لویدیځو هیوادونو له لویو مشرانو سره د ترقۍ د لارو چارو به باره کي خبري کولې. ما چي څه زده کړي دي هغه به ډیر ژر ستاسی مخي ته کښیږدم.

نوموړي زیاته کړه، « آیا دا د شرم ځای نه دی چي د اروپا ښځي د افغانستان تر نارینه وو ډیر کار وکړي؟ ما په خپلو سترګو ولیدل چي د اروپا ښځي له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي او په تجارتي، اجتماعي، سیاسی کارونو او دفترونو، کارخانو او سیاسی کړیو کي به هغوی وګوری چي له میړونو سره مساوي کارونه کوي. خو د افغانستان ښځي یوازي په دې پوهیږي چي څرنګه په کورونو کی بیکاره کښیني او بل هیڅ نه کوي. ولي به دغه راز یو هیواد وروسته پاته نه وي. په داسي حال کي چي نور هیوادونو چي ښځي یې له نارینه وو سره اوږه پراوږه کار کوي سمسور دي.»

امان الله خان دا ډول خبري په هرات او فراه کي هم له خلکو سره په مجلسو کې کړي وي، او کله چې کابل ته ورسیدی، نو د اګست پر ۲۹مه یې زرکسیزه لویه جرګه را وبلله، همغه د کندهار په شان احساساتي وینا یې ورته وکړه، د ډیلي میل خبریال رانلډ وایلډ، چي د دغي لویی جرګې په وخت کي حاضر و؛ د افغانستان د لیري پرتو سیمو او کلیو څخه راغلیو وکیلانو باندي د اروپایی لباس او خولیو د تحمیلیدلو او د هغوی د وارخطایی او خندونکي حالت په باب پرله پسې رپوټونه خپاره کړل. د جرګې په جریان کي سفیر فرانسیس همفریس ورته ویلي وه چي هغه باید ډیر ژر د کابل څخه ووزي. په کابل کي ښایی ډیر ژر حالات خراب سي او که ده ته څه ورپیښه سي نو سفارت یې مسولیت پر غاړه نه سي اخیستلای. (وایلډ ص 184)

د پغمان په جرګه کې یې څه وکړل؟

نوموړي د پغمان په دریمه لویه جرګه کي، چي تقریباً 1000 تنه وکیلان پکي راټول وو؛ د صنعت او تعلیم پر موضوعاتو برسیره یې یوځل بیا د ښځو د ازادۍ مسلې ته ډیر زیات زور ورکړ. د جرګې په جریان کي یې د خپلي میرمني ثریا او خپلي کشرۍ خور نورالسراج مخونه لوڅ کړل او په دې توګه یې وښودله چي د ښځو د لوڅ مخی په مسئله کي پر خپله خبره ټینګ ولاړ دی.

هغه ښځو ته په یوې وینا کي وویل چي ستاسي میړونه تاسي په بندیخانو کي ساتي او تاسي په ژوندوني ښخوي. زه وایم د حجاب په برخه کي د خپلو میړونو پر خبرو غوږ مه نیسئ. او که چیري ستاسي میړونه تاسي په زور د حجاب اغوستلو ته مجبوري کړي او یا مو د سات تیري او تفریح ځایونو ته نه پریږدي خپل میړونه وویلئ، زه دې ته حاضر یم چي ښځو ته وسلې ورکړم. (سټیوارټ ص ۳۷۷)

د ستمبر پر ۵مه د لویی جرګې غونډي پای ته ورسیدلي. د جرګې غړو د امان الله خان ځیني پیشنهادونه په مات زړه ومنل، خو د هغه دا پيشنهاد چي ویل یې حجاب دې له منځه ولاړ شي، دغه راز د نجونو لپاره په داخل او خارج کي په غربي بڼه عصري تعلیم؛ په کلکه رد کړل.

مګر د خلکو له شدید مخالفت سره سره امان الله خان یو شمېر پېغلی نجوني انتخاب کړي، د مشرقي له لاري یې د شینوارو په سیمه کې په لاریو موټرونو کې د پیښور خوا ته تیري کړي، او د تحصیل په موخه یې ترکیې ته واستولې، او په دې توګه یې لګېدلی اور نور هم تازه کړ. — (ګریګوریان ص۲۶۰)

چادري او لنګوټه

ویل کیږي چې امان الله خان پرخپلو هغو کارونو د جنون ترحده اصرار کاوه؛ کوم چې ده اصلاحات بلل. خو په حقیقت کې د خلکو پر ارزښتونو ملنډي وهل و. په دې لړ کې نوموړي له چادرۍ سره سخت مخالفت درلود.

سټیوارټ پخپل کتاب کې لیکي چې یوه ورځ امان الله خان په کابل کي په باغ عمومي کي یوه ښځه په چادري کي ولیدله. په زوره یې ورباندي چيغه کړه چي د دې چادرۍ سره دلته څه کوې. پخپله ورغی له ښځي نه یې چادري لیري کړه او اور یې ورته واچاوه. ښځه مجبوره سوه چي لوڅ مخ خپل کورته ولاړه سي. بله ورځ یې یو بل سړی ولیدی چي بګړۍ یې تړلې وه او اوږدې ماټي یې پرې ایښي وې، هغه یې پخپله ونیوی، د سلماني دوکان ته یې بوت، ماټي یې ورته وخریلې او رخصت یې کړ. (سټيوارټ ص ۳۷۸)

اروپايي جامه څنګه د فساد سبب شوه؟

عبدالباري جهاني لیکلي وایی: په دې اړه به بده نه وي چي د مؤرخ پروفیسر محمد علي، چي هر څه یې د سر په سترګو لیدلي؛ د کتاب یوه برخه را نقل کړو”… د دغو اصلاحاتو، چي د پردې یا حجاب لیری کیدل هم پکښی شامل وو؛ یوه مستقیمه نتجه دا شوه چی فساد او رشوت خوري ورسره زیات شول. د حکومت یو متوسط مامور، چي میاشتنۍ تنخوا یې ایله پنځوسو روپیو ته، چي تقریبا دیرش شیلینګه کیدل؛ رسیدله، مجبور وو چي خپل ځان، میرمني او اولادونو ته اروپایی جامې واخلي. څرنګه چي د حلالي تنخوا څخه یې دا شیان برابرولای نه سوای نو بیا مجبور وو چي هغه په ناروا وسایلو ترلاسه کړي. په حکومتي مامورینو کی رشوت، اختلاس او غلا عام شول او د دې نویو اصلاحاتو له طرح کیدلو سره د خلکو کړاو زیات شو.

عجیب و غریب امرونه به صادریدل، عادي کسبګر، نانوایان، اشپزان، سکاره والا، اوښ والا او خرکاران ټول مجبور وه چي اروپایی جامې واغوندي او چا چي سرغړونه کوله هغه ته سخته سزا ورکول کیدله.

پولیسو ته امر شوی و چي هغه کسان جریمه کړي چي اروپایی جامې یې نه وي اغوستي او له عمومي پارکونو او باغونو او ښار څخه یې پسي واخلي.

پولیسو به هر ځای ښځي او نارینه تعقیبول او جریمه کول به یې. یوځل خو یوه سړي په یوه ورځ کي دیرش ځله جریمه ورکړې وه. ډیر خلک له دغه امله د کابل څخه ووتل او ځینو خو بیخی وطن پریښود.

د پاچا پرضد پاڅون، او د ده ناوړه عکس العمل

د هیواد په لر او بر کې د امان الله خان د اصلاحاتو په نوم د فساد خبرونه ګرځیدل راګرځیدل، خلک یې ټول په غصه کړي وو، تر دې چې په کال ۱۹۲۸ کي یو لوی ملي قیام عملاً پیل شو، چي همدا بلاخره د سلطنت د سقوط لامل هم شو، د خوست، پکتیا، شینوارو او نورو سیمو کې خلک د حکومت پرضد راپاڅیدل د باچا د یادو کارونو مخالفت یې وکړ، باچا یې هم پرضد ګام واخیست د هغوی د وژلو، نیولو او ځپلو امر یې صادر وکړ، پوځ، د پاڅون کوونکو په سلګونو کسان ونیول، څوک یې زندان ته واچول، څوک یې له خاوري تبعید کړل، او په لسګونو تنه مهم مشران چې زیاتره یې دیني عالمان ول؛ اعدام کړل. خو پاڅون یې بیا هم خاموش نکړای شو، ان تر لوګر او غزني پوري د پاڅون لمن پراخه شوه.

لنډه دا چې په دغو جګړو کې په زرګونو سرونه ورغړیدل، په زرګونو کورونه تباه شول، ښارونه او کلي لوټ شول او هغه په سل هاووزره روپۍ چی باید د اصلاحاتو د پروګرام په عملي کیدلو لګیدلې وای؛ امان الله خان د خپل ولس په ځپلو او وژلو ولګولي. — (حقیقت التواریخ ص ۳۹۹)

پردۍ الوتکي او جنګي قوه

بل خوا شینوارو، خوګیانو، مهمندو او نورو قومونو پر جلال آباد برید وکړ، هغه یې ولکه کړ، د بریتانیې قونسلګري یې چور او وسوځوله. — (محمد علي ص ص ۱۸-۱۷). امان الله خان یې د ځپلو په موخه له کابل څخه ډیره لویه قوه سره له الوتکو ور ولیږله، پر ولسونو یې بمبارۍ وکړې، چې ګټه یې ونکړه خو خلک یې نور هم په قهر کړل.

بله خبره لا دا چي امان الله خان د پاڅون په ځپلو کي د جرمني او برتانیې له هوایی قواوو څخه مرسته وغوښته چې هغوی ورسره پوره همکاري وکړه، دې کار هم د هغه په مقابل کي د ولس کرکه څو چنده زیاته کړه او هم د علماؤ هغه خبره یې په خپله په اثبات ورسوله چې دا سړي په پټه د کفارو انګریزانو لپاره خدمت کوي، ځکه چې د خپل ولس پرضد له هغوی څخه د الوتکو مرسته غواړي او هغوی یې د ملاتړ لپاره جنګي الوتکي ورکړي.

د جګړې زور او تلفات یې

که څه هم په اوس عصر کې د امان الله خان په ستاینه کې ځیني خلک داسي ادعا کوي چې ګویا هغه شکست نه دی خوړلی، په وطن کې یې جګړه نه غوښته، د ولس په خاطر تر قدرت تیر شو او بهرته یې ځان تبعید کړ، خو حقیقت داسي نه بریښي، ځکه ناپییلې مؤرخین ټول متفق دي چې امان الله د ولس پرضد خونړۍ جګړې وکړي. او تفصیلات یې په دې ډول بیانوي چې په دغه جنګ کي ولس او حکومت دواړو ته ډیر درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

نژدې ۳۵۰۰ کورونه بمباري او وسوځول شول. ۱۵۷۵ تنه پاڅون کوونکي شهیدان او ټپیان شول، شاوخوا څلور سوه ښځي او ماشومان د لوږي او یخنۍ له امله مړه شول. حکومتي اړخ ته هم پراخ تلفات واوښتل. څه باندي پنځه میلیونه پونډه؛ چي د حکومت دوه کلن عایدات کیدل؛ ولګیدل. په دې وجه د ولس له زړونو نه د امان الله خان حیثیت په کلي ډول ختم او بې اعتباره شو…(ګریګوریان ۲۵۵).

له دغو احصائیو نه څرګندیږي چې امان الله خان څومره په قوت سره د ولس پرضد دومره اوږده جګړه کړي او څومره درانه تلفات یې هم حکومت او هم ولس ته رسولي دي. خو ځیني خلک بیا هم قصداً په پټو سترګو پر پاڅون کوونکو باندي تهمت لګوي چې ګویا د انګریزانو لاس ورسره وو. په داسي حال کې چې د تاریخي اسنادو پر بنسټ خبره بالعکس بریښي.

وروستۍ تبصره

په هرصورت امان الله خان د خپل قدرت په اوایلو کې د افغان ولس د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په منظور د پیل کړي جهاد ننګه وکړه، مجاهدین یې سپوټ کړل ترڅو چې جهاد بریا ته ورسید، او د افغانستان استقلال یې پس له اوږدو لسیزو په باوري او رسمي ډول ترلاسه کړ.

نن، سل کاله وروسته موږ او تاسو د همغو غازیانو د تاریخي قربانیو په برکت د ترلاسه کړي استقلال ستایني او یادوني په داسي حال کې کوو؛ چې هیواد مو یوځل بیا په همغه شکل د همغو انګریزانو او امریکایانو په ګډون د ناټو د نظامي تړون لخوا مستعمره دی او بې چاره ولس مو په تش لاس ورسره لاس او ګریوان دی. په ځانونو پسی بمونه تړي او د دښمن قطعات له منځه وړي، او یرغلګر یې د شکست کندې ته دومره نژدي کړی چې اوس یې د همغو اسلافو په څیر د ځان ایستلو په خاطر د مصالحې لاره را اخیستې. الله تعالی ته ډېر امید دی چې داځل به استقلال ترلاسه کول او اسلامي حاکمیت رامنځ ته کول؛ د پخوانیو په پرتله څو چنده له برم او عظمت څخه ډک وي. ان شاءالله. وماذلک علی الله بعزیز.

خو متاسفانه چې ځیني ناصالح افغانانو بیا هم له تاریخه هیڅ زده نکړل د ګوډاګیتوب له منحوسې ناروغۍ نه یې ځان ونه ساته، د یرغلګرو ترڅنګ ودریدل او د خپل ولس پرضد یې د یرغلګرو ټوپک اوږې ته کړ او تراوسه پوري د شرم او ذلت دا چاره مخ ته وړي، دوی دې په دې پوه شي چې بالاخره به یې په نژدې راتلونکي کې د ذلت پښیماني په برخه وي.

پای……………………!

د استقلال د ترلاسه کولو د ورځي په مناسبت ځانګړې لیکنه

 

اخځ: ځیني تاریخي کتابونه، او د عبدالباري جهاني د تحقیقي مقالې په ګډون، د یو شمېر نورو مقالاتو صوتي او ویډیویي صحنو غورچاڼ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button