اتلانتیک ورځپاڼه: امریکایان باید په افغانستان کې خپله ماتې ومني

عزم(سه‌شنبه،۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل):  اتلانتیک خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، امریکایانو ته مهمه ده چې په افغانستان کې خپله ماتې ومني.

یادې خپرونې لیکلي، ښايي ټرمپ به څو ورځو او یا ځو اوونیو کې له طالبانو سره داسې هوکړه اعلان کړي، چې پر بنسټ به یې امریکايي عسکر له افغانستانه ووځي.

د اتلانتیک د مقالې د لیکوال په باور، که داسې وشي، د امریکا حکومت به ښايي ژر د خلکو د نظرونو په یوه نوې جګړه کې ځان ښکېل وویني او دا پوښتنه به حتماً کوي، چې موږ«امریکایانو» په افغانستان کې جګړه وګټله او که یې وبایلله.

اتلانتیک زیاتوي، عموماً د سولې په خبرو کې بایلونکی او ګټونکی معلوم نه وي، خو له طالبانو سره د امریکا اوسنۍ هوکړه د ماتې په معنا ده او امریکایان باید دغه حقیقت ومني.

د سرچینې په قول، ځینې امریکایان داسې فکر کوي، چې امریکا طالبانو ته غاړه ايښې ده او د همدې لپاره ورسره د سولې خبرې کوي.

د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ اته پړاوه خبرې پای ته رسېدلي او ډېر ژر به د نهم پړاو خبرې هم پیل شي، چې دا ځل پکې حتما د یوې پرېکړې هیلې شته دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button