فاریاب کې په یو هوایي برید کې لس تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(سه شنبه، ۲۹ زمری ۱۳۹۸): د فاریاب ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د هوایي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې په دغو هوایي بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وایي همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې یو صحي کلینک هم په بشپړه توګه نړیدلی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د فاریاب ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ دی چې بیګا شپه د لوګر په مرکز اړوند سیمو کې هم ګډو ځواکونو عملیات کړي وو چې د سعودي د یو تن مسافر په ګډون یې څلور تنه وژلي وو او څو کورونه یې نړولي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button