ګالوپ: یوازې ۲۲سلنه افغانان پر پولیسو باور لري

عزم(چهار‌شنبه،۳۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګالوپ موسسې په خپله تازه نظرپوښتنه کې ویلي، په افغانستان کې هره ورځ خلک پر پولیسو خپل باور له لاسه ورکوي او تېر کال یوازې ۲۲ سلنه خلکو پر پولیسو باور درلود.

ګالوپ موسسې ویلي، د افغانستان روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دغه هېواد کې د نظم او قانون څخه د خلکو د رضایت کچه بېخي راښکته شوې ده.

د سرچینې په حواله، د طالبانو له ګواښ وروسته چې د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو ګواښ یې کړی، خلک نور هم پر پولیسو بې‌باوره کړي دي.

په نظرپوښتنه کې ویل شوي، په افغانستان کې د خوندیتوب او امنیت په اړه خلک ورځ تر بلې په امنیتي ځواکونو خپل باور له لاسه ورکوي.

«په افغانستان کې یوازې په سلو کې ۱۳سلنه خلک د شپې د ګرځېدو پر مهال د خوندیتوب احساس کوي، خو په پاتې ۸۷سلنه خاوره کې خلک خپل ځانونه خوندي نه بولي.»

ګالوپ وايي، افغانستان کې د نړۍ په کچه هم د فردي خوندیتوب کچه بېخي راښکته شوې ده.

دې موسسې ته خلکو ویلي، په سلګونه ځلې د پولیسو له پوستو سره نږدې سیمو کې غلو لوټلي دي، خو پولیسو یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button