په لوګر کې ګډو ځواکوانو ۹ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(پنجشنبه، ۳۱ زمری ۱۳۹۸): وړمه شپه د لوګر ازرې ولسوالۍ اړوند قاسم خیلو سیمه مې د ملي امنیت قطعه خاص ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا عملیات کړي دي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ملي امنیت صفر یک قطعې ادعا کړې چې د ازرې ولسوالۍ په قاسم خیلو سیمه کې یې شپني عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې د حقاني شبکې اړوند وسلوالو درې مرکزونه ویجاړ کړي دي او ۹ تنه وسلوال یې وژلي دي.

بلخوا د سیمې خلک وایی چې دغه عملیات د طالبانو په مرکزونو نه بلکې د ځایي کوچیانو په خیمو ترسره شوي چې په ترڅ کې یې یو سپینږیری وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۸ تنه نور ټپیان کړي دي.

دوی وایي په یاده سیمه کې هیڅ طالبانو یا نورو مخالفینو شتون نه درلود، بلکې د صفر یک قطعې عسکرو لومړۍ پر کیږدۍ ډزې وکړې وروسته یې طیارو ته پر دغه ځای لیزر واچول چې هغوی پر کیږدۍ بمبار وکړ.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې یوه ورځ وړاندې په لوګر مرکز او برکي کې هم چاپه لویدلې وه چې عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button