خوست: موټربم برید کې ۱۴ تنه ضربتیان وژل شوي

عزم( پنجشنبه، ۳۱زمری ،۱۳۹۸)د خوست سیمیز چارواکی وایي، نن مازدیګر څلور نیمې بجې د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د پاچا خان کلا ته څیرمه د کمپاین په نامه ځانګړو ضربتي ملیشو باندې موټربم برید ترسره شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ وایي، که څه هم برید پر ځانګړو ځواکونو شوی خو په وینا یې چې په دغه پیښه کې نهو۹ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیه قوماندانۍ د ځانګړو ځواکونو د تلفاتو په هکله له څه ویلو ډډه کوي.
د پیښې مسؤلیت طالبانو منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې د غه برید کې یې دوه  ټانګونه ویجاړ او ۱۴ تنه ضربتي عسکر یې ځای پرځای وژلي دي.

طالبان وایي، برید یې د تکتیکي موټربم په توسط کړی او زیاته کړې یې ده چې،  «دغه برید دښمن د هغو جنایاتونو په غچ کې ترسره شو، چې هره شپه یې د هیواد په مختلفو برخو کې په بې دفاع ملکیانو باندې ترسره کوي»

د یادونې وړ ده چې ضربتي ځواکونه د امریکایي ځواکونو لخوا ځانګړي روزل شوي عسکر دي، چې د عملیاتو قومانده یې د«سي آی اې » یا د امریکا د مرکزي استخباراتو لخوا ورکول کیږي او د ولسمشر په ګډون هیڅ افغان چارواکی یې د ترسره کیدونکو یا ترسره شویو جنایاتو د پوښتلو او څیړلو واک نه لري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button