غزل

غزل

چې قایم سړی په حی علی الجهاد شي
نو راښکته به یي خپو ته خلیلزاد شي

ځینې خلک د (نداولها) ژباړه
زنده باد شي مرده باد شي زنده باد شي

دا طالب که نن دنیا لیونی بولي
خو سبا ته به طارق بن زیاد شي

موږ د جنګ او سولې واک تاته درکړی
خدای دې نه کا چې راکم دې اعتماد شي

ازادي چې د شغال د خولې شعار شي
د زمریو تاریخونه يي برباد شي

څوک چې تل د جمهوریت غواګانې لشي
نو وطن به یي ټاټوبی د فساد شي

چې د فتحې په ناره له خوبه پاڅو
خوار تړونه ستا شعرونه به رایاد شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button