کابل: د صفر یک عسکرو ۲ تنه شهیدان کړي او د ملکی خلکو کورونه یې نړولي دي

 

عزم(پنجشنبه، ۸ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د صفر یک قطعې عسکرو عملیات کړي دي چې دوه تنه یې شهیدان کړی او ۵ نور یې له خان سره بیولي دي.

سیمئیز خلک وایي چې چاپه د عامو خلکو پر کورونه لویدلې چې په ترڅ کې یې دوه تنه عام خلک شهیدان شوي او بنخه تنه یې له ځان سره وړي دی.

ځایي خلک وایي دغو کورنیو له هيڅ کومې وسلوالې ډلې سره تړاو نه درلود او نه یې د دولت په خلاف کوم کار کې برخه اخیستې وه.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د صفر یک قطعې عسکرو د ولسي خلکو وژنو ته کار ویلی او هره شپه په لوګر او میدان وردګ کې چاپې اچوي چې ولسی خلک یې تر پوزې راوستلی دي.

د یادونې وړ دی چې څو ورځې وړاندې یې هم په لوګر ولایت کې د چاپې پر مهال له سعودي څخه راغلی مسافر او وراره یې په بمونو کینولي وو وروسته یې انفجار ورکړی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button