د امریکا په تکزاس ایالت کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(یکشنبه، ۱۰ وږی ۱۳۹۸): پرون مازدیګر مهال د امریکا په تکزاس ایالت کې یوه وسله وال پر خلکو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې دغه برید یو تن بریدګر داسې مهال ترسره کړی چې په موټر کې سپور و او پر شاوخوا خلکو یې ډزې کولې.

د تکزاس ایالت پولیس وايي چې د بریدګر لټه روانه ده خو تر اوسه یې نیولی نه دی، ددوی په وینا بریدګر سپین پوستی دی چې د ۳۵ کلونو په شاوخوا کې عمر لري.
پولیس وایي پیښه کې پنځه کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پیښې اصلي لامل ندی مالوم خو دغه برید د امریکایي چارواکو غبرګونونه راپارولي چې آن ولسمشر ټرمپ هم غبرګون ښودلی او د پیښې د جدي څیړلو امر یې کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button