لبنان: حزب الله ډلې او اسرائیلي ځواکونو پر یو او بل بریدونه کړي

عزم(دوشنبه، ۱۱ وږی ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې اسرائیلي ځواکونو څو ځله د لبنان هوایي حریم نقض کړ او د دغه هیواد پر الضاحیه سیمه یې یرغلیز بریدونه وکړل، تازه د دې حملو په غچ کې د لبنان د حزب الله ډلې وسلوالو پر اسرائیلي خاوره بریدونه کړي دي او په وینا یې چې د د دغه هیواد د ځواکونو یو ټانګ یې له منځه وړی دی.
حزب الله ډلې ویلي، توغندویز برید کې یې د «آفیفم» پر سیمه روان کاروان په نښه کې چې په وینا یې څو اسرائیلي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

که څه هم د المنار په نامه خبري شبکې د ځینو اسرایلي پوځیانو چې پیښه کې ټپیان شوي وه، انځورونه خپاره کړي  خو د اسرائیلو پوځ وایي،  چې دغه بریړ کې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
اسرائیلو ویلي، د دغه برید په غبرګون کې یې پر همغه ځای چې راکیټي بریدونه ترې شوي وه، د توپونو ځوابي ډزې کړې چې د اوښتو تلفاتو کره شمیر یې نه دی څرګند.

فلسطیني حماس ډلې او په لبنان کې میشتو ځینو بنسټونو د حزب الله د وسلوالو دا برید غچ اخیستونکی بللی او هرکلی یې کړی؛ خو د بحرین لومړي وزیر یې په هکله سخت غبرګون ښوودلی او دا یې پر یهودي خاوره د لبنان څرګند تیری بللی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button