کندز: دشت ارچي کې د امنیتي مسؤلینو په ګډون لسګونه عسکر وژل شوي

عزم(دوشنبه، ۱۱ وږی ،۱۳۹۸) راپورونه وایي، چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې طالبانو د سیمیزو امنیتي ځواکونو پر پوستو، ډلییز هاجمي بریدکړی چې په کې لسګون امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمیز چارواکي په پیښه کې د اوښتو تلفاتو شمیره کمه ښیي او زیاتوي، برید کې یواځې ۸ تنه پولیس او د ولسوال په ګډون څو نور کسان ټپیان دي

بلخوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې: د دغه برید پر مهال یې ۳۵ تنه عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

طالبانو دغه راز ویلي په یوه بله پیښه کې یې د یادې ولسوالۍ مرکز کې د ولسوال پر موټر تکتیکي چاودنه کړې چې په کې ولسوال، د امنیت آمر، رئیس ارکان او ۲ نور پولیس مرګوني ټپيان شوي دي.
دا برید داسې مهال ترسره کیږي، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندز ولایت پر مرکز هم تهاجمي برید کړی وه، چې په نتیجه کې یې لسګونو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ پراخ مهمات او وسایل نیولي وه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button