ګډو عسکرو په اروزګان، لغمان، کندز او میدان وردګو کې ۳۵ ملکیان وژلي

عزم(دوشنبه، ۱۱ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایی، چې افغان او امریکایی ځواکونو په څلورو ولایتونو کې لسګونه ملکي افغانان د خپلو هوایي او ځمکنیو بریدونو هدف ګرځولي او شهیدان کړي یې دي.

خبرونه وایي، تیره شپه افغان_امریکایي عسکرو دارزګان ولایت دچهارچینوولسوالۍ د «ساخر» په نامه سیمه کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې چې پر مهال یې دمسجد دملاامام په ګډون یې دحجرې۶ زدکونکي شهیدان کړي دي.
له همدې ولسوالۍ نه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د «دوان» په نامه سیمه کې هم په یوه هوایي بریدکې ۶ تنه دحجري تنکي زدکونکي شهیدان شوي.

دغه راز ویل کیږي چې د یادې ولسوالۍ په «خایکلان» سیمه کې هم په یوه هوایي بریدکې ۲ تنه سپین ږیری شهیدان شوي دي.
همداراز د چهارچینو په اړوند د «کِشي» په سیمه کې په ورته هوایي بریدکې دیوې ماشومې په ګډون ۲تنه ، دیمني په سیمه کې هم دوه ۲ تنه او د «خودناوې» په سیمه کې یو عام ولسي وګړی شهیدان شوي دي.

آخوا بیا په ختیځ کې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ شمس خیلو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ فیر کړې، چې له امله یې د یوه کور ۷ تنه شهیدان او ۴ نور ټپیان شوي دي، په شهیدانو کې یوه مور او ۴ هم زامن شامل دي.
حکومت د دې برید پړه پر طالبانو ور اچولې خو طالبان او ځایي خلک یې د دولت پلوه عسکرو جنایت بولي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ مازديګر مهال د وردگو ولايت سيد اباد ولسوالي د تنگي د قلعه امير پر كلي بمباري شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنه ځوانان شهيدان او لس تنه ماشومان تپيان شوي.

له کندز ولایت نه راپورونه وایي، چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون اته ۸ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي، چې په همهاله توګه حکومت طالبان تورن کړي چې ګواکې په کندز او بغلان ولایتونو د بریدونو پر مهال یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د یادونې وړ ده چې ګډو ځواکونو تیره ورځ د غزني په ناوه ولسوالۍ کې هم پراخ بشرضده جنایات ترسره کړي وه او ملکي خلکو ته یې بیساري زیانونه ور اړولي وه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button