کابل کې لاریونوالو د ګرین ویلیج کمپ لومړي کمربند ته اور اچولی

 

عزم(سه شنبه، ۱۲ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه طالبانو د پلازمینې کابل په سه درک سیمه کې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو پر یو کمپ برید وکړ چې ساعتونو ته جګړه وغځیدله.

نن غرمه مهال ځایي اوسیدونکو د دغه کمپ پر خلاف لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې دغه کمپ دې له سیمې څخه بهر کړل شي.

لاریونوالو ‏دګرين ويليج لومړی کمربند ته اور واچولو او ویل یې چې امريکايان زموږ له کورونو د سپر په توګه کار اخلي،زمونږ له کورونو دې دغه کمپ وباسي.

پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي دي او لاریونوال یې منتشر کړي دي.

د ګرین ویلیج په نوم کمپ باندې له ۲۰۱۲زیږدیز کال راهیسې څو ځله بریدونه شوي چې وروستی یې بیګانی برید وو او تر دې مخکې د همدې کال لومړی میاشتې په ۱۵ تاریخ وو چې هغه مهال یې هم جګړې څو ساعتونه وخت واخیست.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button