د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

 

عزم(چهارشنبه، ۱۳ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ امنیه قومندان سرور حسین خیل پر موټر چاودنه شوې چې نوموړی پکې له ساتونکو سره وژل شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند وایي د حسین خیل پر موټر د سرک غاړې د ماین چاودنه شوې چې خپله حسین خیل او یو ساتونکی یې و وژل شول او دوه نور ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

بلخوا طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد وایي چې تیره شپه د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ اړوند سلام خیلو سیمه کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان(سرورحسین خیل) دسپرلۍ په موټر تکتیکي چاودنه وشوه، چې خپله امنیه قومندان له ۶ ساتونکو سره ځای په ځای ووژل شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button