سرور دانش: طالبانو ته د “اسلامي امارت” نوم کارول د ملي حاکمیت نقض دی

عزم(چهارشنبه، ۱۳ وږی ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې زلمي خلیلزاد ویلي، طالبانو ته یې د مسودې په متن کې د «اسلامي امارت»نوم کارولی او هیڅ افغان چارواکی د دې مسودې د ویټو یا تعدیل حق نه لري، تازه د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش د امریکایانو له خوا طالبانو ته د اسلامي امارت په نوم خطاب کولو ته سخت غبرګون ښوودلی دی.
دانش ویلي، طالبانو ته د اسلامي امارت نوم کارول د اساسي قانون نقض او د ملي حاکمیت سره په ټکر کې مسئله ده چې هیڅوک حق نه لري، د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دانش وایي، د «اسلامي امارت» نوم د سولې په مسوده کې په هره انګیزه چې لیکل شوی وي، د طالبانو د نظام د په رسمیت پیژندلو هڅه ده او دوی نه غواړي دا کار وشي.
دانش زیاته کړې، سوله غواړي خو د جمهوریت او دیموکراتیکو ارزښتونو په له لاسه ورکولو یې نه غواړي.

بلخوا بیا د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي چې، د امریکا او طالبانو له مسودې څخه ډاډه نه دي او په دې برخه کې باید دوی ته ډاډ ورکړل شي.
سرچینې وایي، په تیرو دریو ورځو کې خلیلزاد او غني شپږ ځله خپلمنځي ناستې کړې چې یوه یې هم دوه په دوه ترسره کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button