لوګر: موټر بم برید کې ګڼو کورنیو او بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(پنجشنبه، ۱۴ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایي، چې نن ماسپښين مهال د لوګر ولایت د مرکز اړوند د خدر سیمه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لیوا په دروازه کې پر راټولو شویو بهرنیو او کورنیو ځانګړو ځواکونو موټربم برید شوی دی.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد قسیم صدیقي وایي، موټربم برید د سراچه ډوله موټرپه توسط په لومړي قراول کې پر هغو ځواکونو شوی، چې له خپل مرکز یې د عملیاتو په موخه د راوتلو اراده درلوده.

صدیقي وایي، د پیښې پر مهال سیمه کې امریکایي ځواکونو هم شتون درلود چې ویل کیږي تلفات هم ور اوښتي دي.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې لسګونو بهرنیو او داخلي عسکرو ته د مرګ ژوبلې د ور اوښتو ادعا کړې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button