غني: د کابل ننی برید غندم او له طالبانو سره سوله بې معنا بولم

عزم(پنجشنبه، ۱۴ وږی ،۱۳۹۸)د ګډحکومت مشر یوځل بیا له طالبانو سره پر کیدونکې سوله نیوکه وکړه او لامل یې پر بهرنیو سرتیرو د دغې ډلې بریدونه یاد کړل.
د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې پر بهرنیانو د کابل ننی برید غندل شوی او زیاته شوې چې، «جمهوررئیس غني د طالبانو دا جنایتکاره عمل په کلکو ټکو غندي او وایي، له دغې ډلې سره به سوله چې زموږ بیګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري او نه یې پېژني، یوه بې معنی سوله وي»

اشرف غني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کابل له برید دې پند واخلي او له طالبانو سره له معاملې دې نټه وکړي.
که څه هم په دې وروستیو کې غوڅ اکثریت ملکي وګړي د بهرنیو او افغان ګډوځواکونو په عملیاتو کې په نښه کیږي او وروستۍ پیښه یې په ننګرهار کې د څلورو وروڼو ډلییزه وژنه وه، خو غني دې ډول پیښو ته له اشارې پرته ویلي چې «بین المللي ټولنه باید د طالبانو تروریستي ډله د بشريت ضد جنایتونو مسووله وبولي او د هغوی په ناوړه کړنو سترګې پټې نه کړي»

د کابل په ننۍ پیښه کې چې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان په نښه او د دو رومانیایي او امریکایي سرتیرو په ګډون ګڼ کورني او بهرني ځواکونه او څو تنه ملکیان په کې ووژل شول، ارګ یې په هکله ویلي چې د دې برید ثبت شوي تصویرونه او فلم په وضاحت ښیي چې د دې خونړي برید قربانیان یواځې ملکي وګړي دي او ټولو وژل شویو کورنیو او بهرنیو ځواکونو ته د دعا ترڅنګ یې طالبان خوانخواره ډله بللې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button