امریکا له ولسمشر څخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو واک اخیستی

 

عزم(شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸): ځینو سرچینو ویلي دي چي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له ولسمشر غني څخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو واک اخیستی دی.

سرچینې وایي چې اسد الله خالد او مسعود اندرابي ته ویل شوي، چي تر دې وروسته به د ولسمشر د امر پر ځای د امریکا له سفارت څخه امر ترلاسه کوي او د سفیر په لارښوونه به کار کوي.

ویل شوي چې د ملي امنیت رئيس معصوم ستانګزي ته هم همداسې ویل شوي وو خو هغه مخالفت کړی چې استعفا ته اړ کړل شو او استعفا یې وکړه.

تر دې مخکې هم ویل کیده چې حکومت هیڅ کار په خپله خوښه نشي ترسره کوی بلکې هر وزارت کې امریکایي سلاکار موجود وي او اصلي وزیر هغه وي.

همدا راز ولسمشر هم له امریکایانو سره تر مشورې وروسته فرمانونه ورکوي چې څو ورځې مخکې یې طلوع نیوز سره په مرکه کې د معصوم ستانکزي د نه لرې کولو دلیل خپله همدا وښوده چې امریکایي دوستانو ته خوښ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button