خلیلزاد له دوحې نه واشنګټن ته روان شوی دی

عزم(شنبه، ۱۶ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو او امریکایي استازو د مذاکراتو د محل څارونکي خبریالان وایی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر دوه ورځنیو خبرو وروسته نن واشنګټن ته روان شوی دی.
د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن وایي، د دواړو لوریو ترمنځ د مسودې متن نهایي شوی او په دې وروستیو کې پردې خبرې شوې چې له دواړو خواو به یې څوک او په کومه کچه کسان لاسلیکوي.

په ورته وخت کې د اجرایه ریاست ویاند امید میثم وایي، کوم مسائل چې مونږ غواړو بحث پرې وکړو، لومړی به یې له امریکایي لوري سره شریکوو، خو په وینا یې چې زمونږ لپاره سره کرښه امنیت او دیموکراتیک جمهوریت دي.
بل لور ته د کابل حکومت دیموکراسي او پراختیا د بنسټ مشرمحمد عارف حیدري وایي، هر هغه سوله چې پکې جمهوریت، دیموکراسي، اساسي قانون، د بیان او ښځو آزادي او نورې لاسته راوړنې خوندي نه وي، وبه یې نه مني..
لا مالومه نه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې تړون کله لاسلیک شي او په تعقیب به یې د سولې خبرې چیرې او کله پیل شي، خو کابل نیوز د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې بین الافغاني خبرې به له ولسمشریزو ټاکنو یوه اونۍ مخکې په ناروې کې پیل شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button