تخار: طالبانو د ینګي قلعه او خواجه غار ولسوالۍ محاصره کړې

عزم(دوشنبه، ۱۸ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې طالبانو د تخار ولایت دوه مهمې ولسوالۍ محاصره او د پراخو تهاجمي بریدونو پرمهال یې ټولې امنیتي پوستې سقوط کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې نن سهار یې د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
مجاهد ګڼ شمیر عسکرو اوپولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ویلي چې اوس مهال یې جګړه په امنیه قومندانۍ روانه ده.
سیمیزو چارواکو تر دې مهال په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
بل لور ته له سیمې څخه ورکړل شويو خبرونو کې راغلي، چې طالبانو نن سهار د همدې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز هم پراخ بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم سیمییز امنیتي چارواکي یې په هکله له څه ویلو ډډه کوي، خو طالب ویاند ویلي، چې د دغې ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې یې هم نیولې دي.
طالبان وایي، جګړه اوسمهال د ننه په ښار کې د امنیه قومندانۍ په ودانۍ باندې روانه ده.
طالبانو دلته هم ګڼ شمیر افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا کړې ده.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button