کابل د مسعود پرسته لنډغرو د غوای منډ ډګر

لیکنه: جعفر عمریار

د وږي آتلسمه چې د شمال ټلوالې د پخواني جګړه مار قومندان احمد شاه مسعود له مرګ ورځې سره سمون خوري، په دغه ورځ هر کال د دغه جګړه مار قومندان د پلویانو او نظار شورا د لنډغرو له لوري په ننداریز ډول د کابل ښار په کوڅو او واټونو کې کې غوای منډ جوړیږي. د بشپړې اونۍ په لړ کې مسعود پرستان او لنډغرد عامه شتمنیو په لوټ، چور، چپاول او شکولو پیل کوي؛ دوی پخپلو کرغېړنو کړنو سره د دغه پخواني اسلام پلورونکي جګړه مار یاد بیا ځلې راتازه کوي.
احمد شاه مسعود په ۱۹۳۵ کال کې د پنجشیر ولسوالۍ د (جنګلک) په کلي کې زیږېدلی، د افغانستان او اسلامي امت په لر او بر کې یې د خپل خیانت له مخې په وطن او اېمان پلورونکي جګړه مار سره شهرت درلوده، له شوري روسیې سره په ښکاره جګړو، پټو اړیکو او د شوروي روسیې په وړاندې له جنګېدونکو مجاهدینو سره په غدر او خیانت کې بربنډ شهرت لري. نوموړي به په ښکاره له روسانو سره جګړه کوله اما په پټه به یې ورسره له سالنګ او نورو لویو لارو څخه د روسانو د عبور پروټوکولونه لاسلیکول.همدا ډول د کابل په نړولو، لوټولو او ټولوژنو کې تر سوږمو ښکېل ټوپک سالارګڼل کیږي.
تاریخ څېړونکی او لیکوال جنرال رحمت الله صافی په خپل کتاب ( مسعود وپېژنئ؛ ملي اتل که ملي خاین) کې کاږي مسعود به د مرمیو له فیرولو او کابلیانو له وژلو خوند اخیست. همدا ډول د دغه جګړه مار لاسونه د افغانستان په شمال کې د ډېرو نوم ورکو او صادقو مجاهدیو په وینو سره دي. د یادولو وړ ده چې د مسعودېزم، شورای نظار، پاټک سالارۍ او ځنګل سالارۍ ټغر د لوی الله په مرسته اود اسلامي امارت په ذریعه په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره له کابله ورټول شو.
مسعود چې په کور دننه او بهر یې بې سارې دښمنان درلودل، په افغانستان له امریکايي یرغل نه لږ مخکې او له نن نه ۱۸ کاله وړاندې د وږي میاشتې په ۱۸ نېټه په مرموز ډول د یوې استشهادي حملې په ترڅ کې د تخار په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې له منځه ولاړ او ولسونه یې د تل لپاره له ضرره بچ شول، اما پلویان یې چې د دغه وژونکي ټوپک سالار له نومه سمبولیکه استفاده کوي. لا تر اوسه د ده د وژلو په ورځ هر کال د کابل ښاریان له سترو ستونځو سره لاس او ګرېوان وي، دوی د دغه بې رحمه پاټک سالار د پلویانو له لوري په بې رحمۍ سره ډبول کیږي، دوکانونه او شتمنۍ یې لوټول کیږي، همدغه لنډغر یې په کورونو ورخیږي، عزت او ناموس ته یې په سپکه سترګه کتل کیږي.
د مسعود وژنې د اونۍ په جریان کې د کابل ښار ټول ټولنیز خدمتونه په ټپه دریږي. کوڅې، دوکانونه او ښوونځۍ د مسعود پرستانو له لوري په زور بنديږي او د ټولو ټولنیزو خدمتونو د فعالیت دروازې د ولس پر مخ تړل کیږي؛ چې له امله یې کابل ښاریان له ګڼو ستونځو سره لاس او ګروان کېږي.
سږ کال هم د تېرو ۱۸ بدمرغه کلونو په څېر د دغه بدمرغه اونۍ په جریان کې د کابل ښار واټونه، کوڅې، عمومي سړکونه، ټولنیز فعالیتونه، کلینیکونه، ښوونځۍ او نور عامه خدمتونه د مسعود پرستانو له لوري په ظلم سره تړل شوي وو. د مسعود وژنې په ورځ همدا نن د کابل کوڅې، واټونه او د ښار عامه سړکونه د مسعود پرسته لنډغرو کاروانونو، چیغو او د نظار شورا دری رنګه بدمرغ بیرغ په سر اخیستي وو. دوی په ټول جوش او خروش راوتلي وو، د خپلو ټوپکو، تفنګچو او اسلحو خولې یې د ښار د غریبکاره هټیوالو او ګاډيوانانو په لور ور اړولې وې، د کابل ادارې ټرمپ پرسته عسکرو، پولیسو او چارواکو په سپینو سترګو ورته کتل او د دوی امنیت یې ورته خوندي کاوه.
مسعود چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د کابل د ادارې نمایشي اتل او د ترور ورځ او اړونده اونۍ یې د شهید د اونۍ په نوم یادیږي. البته له کله نه چې په افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ شو او د غرب د صلیبي یرغلګرو د ډله ییز حشر په مټ په کابل او شاوخوا ګاونډو پرتو سېمو د افغانستان د تاریخ تر ټولو کرغېړن کفري نظام واکمن شو، له همغې ورځې راوروسته دغه ټولې بدبختۍ په دغه مظلوم ولس وتپلې شولې. د افغان ولس له نا خوالو یواځې د مسعود پرستانو غوای منډ نه دی؛ بلکه همدا سبا چې د عاشورا ورځ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګران لمسي او د جنت د ځوانانو د سردار حضرت حسین رضی الله تعالی عنه د شهادت له ورځې سره سمون خوري، ښایي په دغه ورځ یوځل بیا د کابل کوڅې، واټونه، عمومي سرکونه د هزاره توکمه ویرپالو او حسین پرستانو له لوري وتړل شي او کابلیان سبا ورځ په غوای منډ پسې له بل غوای منډ نه وځوریږي.
د ټولنپوهانو له انده له دغه ډول ستونځو او ناخوالو څخه د خلاصون یواځنۍ لاره کابل ته د اسلامي امارت بیا راګرځېدل په ګوته شوي، د دوی له نظره د طالبانو اسلامي امارت و چې د نویمې لسیزي د ناخوالو، بدبختیو اوداخلي جګړو ټغر یې ورټول کړ. دا چې د تېر په څېر یو ځل بیا ناخوالو، وحشتونو او بدبختیو په کابل کې پوره زور اخیستي، نو یو ځل بیا د لوی الله په نصرت هغه پخواني انقلاب ته اړتیا لیدل کیږي چې د دې پېړۍ د دغه وړ ناولو میکروبونو او ویروسونو ټغر ورټول کړي.
په پای کې یادونه کووم، افغان ولس او کابلیانو ته اړینه ده چې په دغه اسلامپاله او جهادپاله خاوره د اسلامي نظام د حاکمیت او له معاصرو ټولو شرکیاتو لکه مسعود پرستۍ، حسین پرستۍ، قبر پرستۍ او نورو ناخوالو څخه د خلاصون په نیت د طالبانو د صادق او مخلص خوځښت پوره ملاتړ وکړي؛ ترڅو د لوی الله په مرسته په کابل او ټول افغانستان سپین محمدي نظام واکمن او د روانو بدمرغیو ټغر د تل لپاره ورټول شي. باذن الله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button