سرچینې:د سولې خبرو تر توقف وروسته طالبانو د سیمې له هیوادونو سره مشورې پیل کړې

عزم(چهار شنبه، ۲۰ وږی ،۱۳۹۸)وروسته له هغه چې امریکایي ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات په ناڅاپي توګه ودرول، تازه د طالبانو په سیاسي دفتر کې باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو د په ټپه درول شویو مذاکراتو په هکله د سیمې له هیوادونو سره مشورې پیل کړې دي.
نن ټکی آسیا آنلاین خبري ویبپاڼه د دې سرچینو له قوله وایي، د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم طالبانو ته ډاډ ورکړی چې له ټرمپ سره به وګوري او هغه به قانع کړي چې خبرې یې ښې او ګټورې پای ته رسولې دي.

سرچینه زیاتوي، تمه ده چې همدا نن به خليلزاد په واشنګټن کي چارواکو ته د طالبانو سره د نهايي شويو مذاکراتو په اړه مالومات ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تازه خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولټن چې له طالبانو سره د خبرو سخت مخالف وه، له دندې ګوښه کړی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button