”د بولټن تر ګوښه کېدو وروسته د طالبانو-امریکا د مذاکراتو د بیا پیلېدو امکان شته“

(عزم – جمعه، د وږي ۲۲مه، ۱۳۹۸): امریکايۍ واشنګټن ایګزامینر مجلې نن جمعه په خپل یوه راپور کې لیکلي چې د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن په ګوښه کېدو سره امکان شته د طالبانو او امریکا مذاکرات بېرته پیل شي.

مجله د American Enterprise Institute مرکز د یوه غړي مایکل روبین له قوله لیکي، ”ښايي ټرمپ د طالبانو په تاوتریخوالي کې د کمېدو غوښتنه وکړي، ادعا به وکړي چې طالبان اوس جدي شوي او له افغانستانه یو اړخیز وتلو ته به دوام ورکړي“.

د جېمز کرافانو په نوم د Heritage Foundation فکري مرکز یوه غړي هم واشنګټن ایګزامینر ته ویلي، ”زه فکر کوم چې خلک یوازې د حالاتو عادي کېدو ته انتظار دي. د امریکا له نقطه نظره، معامله لا هم تر غور او بحث لاندې ده“.

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په Fox News Sunday ټلوېزونې خپرونه کې له طالبانو سره د مذاکراتو د بېرته خلاصېدو د احتمال خبر ورکړ، پامپیو وویل، ”زه هیله لرم چې مذاکرات به بېرته پیل شي. دا په طالبانو پورې اړه لري. دوی باید وښيي چې د هغه څه کولو ته چمتو دي د کومو غوښتنه چې موږ له دوی د مذاکراتو پر مهال کړې ده“.

د یادونې وړ ده، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۰مه د خپل ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړ ځکه، د ټرمپ په خبره، دئ او د ادارې نور چارواکي د بولټن له ګڼو وړاندیزونو سره مخالف وو. جان بولټن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له طالبانو سره د امریکا د موافقې له سرسختو مخالفینو څخه و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button