استرالیایي څیړونکو په قبرونو کې د مړو د اعضاو ښوریدل کشف کړي

عزم(دوشنبه، ۲۵ وږی ،۱۳۹۸)استرالیایي څیړونکو موندلې چې تر مړینې وروسته په قبرونو کې د انسانانو د جسدونو اندامونه د څه مودې لپاره تحرک کوي.

د اسپونتیک په حواله، د استرالیا هیواد یو شمیر څیړونکو د یوې محرمانه څیړنې لپاره د مړو په قبرونو کې د ۱۷ میاشتو لپاره کامرې لګولې وې، چې هر نیم ساعت وروسته یې یو انځور اخیسته او په ټوله کې یې شاوخوا ۱۴۵۷ انځورونه د انسانانو د جسدونو له متلاشي کیدونکو اعضاوو، اخیستي دي.

د څیړونکي ټیم یوه غړي آلیسون ویلسون، رسنیو ته ویلي « مونږ متوجه شو چې تر مرګ وروسته د انسان لاسونه د توجه وړ خوځیږي، هغه لاسونه چې معمولا د مړي د خښيدو پر مهال د هغه اړخونو ته ایښودل کیږي، له ځایه خوځیدلي، بیرته بیا یوځای او بیا خوځیدلي دي.
دغه څیړنه چې د سیډني ښار ته نږدې شوې، څیړونکي یې ګټه دا بولی چې ګواکې د جنایي پیښو پر مهال به ورسره مرسته وکړي.

د څیړنې ترسره کونکي وایي، احتمال لري قبر کې د اعضاوو د ښوریدلو لامل د ځینو رباطونو، شیریانو پرې کیدل او یا هم وچیدل وي چې انسان ته مستقیما حرکت ورکوي.

د نیوکاسل پوهنتون د جرمونو پیژندنې متخصصې
داکتر سانتا مالت ویلي، «واقعا حیرانه شوم چې د انسان اندامونه تر مرګ وروسته څومره زیات حرکت کوي او څومره فاصله له خپل بدن څخه نیسي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button