د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال په مشری یو پلاوی ایران ته تللی

 

عزم(سه شنبه، ۲۶ وږی ۱۳۹۸): له روسیې وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر یو څلور کسیز پلاوی د دغه دفتر د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشری ایران ته تللی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي دی چې دغه پلاوي تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

«دغه دسياسي دفتر د مرستيال محترم عبدالسلام حنفي صیب په مشري څلور کسيز پلاوی ایران ته سفر کړې او دسپتمبر په ۱۶ مه یي د نوموړي هيواد د بهرنيو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وليدل.‏»

سهیل شاهین ویلي طالب پلاوي له ایراني چارواکو سره په هیواد کې د اقتصادي پروژو د پرمختګ او یوې پایدارې سولې په اړه خبرې کړي او د سولې په برخه کې د ټولو هیوادونو خاصکر د ګاونډیو هیوادونو مثبت رول ته د قدر په سترګه ګوري.

«د سولې د پروسې د وروستیو تحولاتو، په هیوادکې د ايران د اقتصادي پروژو د پرمختګ او خونديتوب او د يوي پایداره سولې پر لارو چارو یې ورسره خبري وکړې. اسلامي امارت د سولې په برخه کي د ټولو هيوادونوپه تیره بیا دګاون‌‌‌‌‌‌ډيو هیوادونو مثبت رول ته دقدر په سترګه ګوري.»

دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې طالبان به له مسکو وروسته ایران، چین، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان سربیره یو شمیر اروپایي هیوادونو ته سفرونه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button