کابل: د دفاع وزارت د پېژنتون په دروازه کې چاودنه شوي

عزم(سه‌شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل):  د کورنیو چارو وزارت وايي، د دفاع وزارت د پېژنتون په دروازه کې چاودنې ۳تنه وژلي دي.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د یوه سرتېري بریدګر له خوا شوې، خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

دی وايي، چاودنه د دویم مکروریان او مسعود څلور لارې ترمنځ سیمه کې شوې ده، چې د درې تنو د وژل کېدو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

ځینې نورې سرچینې وايي، چاودنه د امریکا سفارت ته نږدې سیمه کې شوې ده.

نن د پروان په مرکز چاریکار کې هم د اشرف غني پر ټاکنیزه غونډه چاودنه شوې، چې ۲۴ تنه پکې وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د دواړو چاودنو مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button