د بښنې نړیوال سازمان: پر ولسونو بمبارۍ نور د منلو وړ نه دي

 

عزم(جمعه، ۲۹ وږی ،۱۳۹۸)د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي په لوی لاس پر ولسي خلکو هوایي بریدونه هیڅ د توجیه وړ نه دي او باید په جدي توګه یې د مخنیوي ګامونه پورته شي.
د دغه سازمان یوه چارواکي “دافني ایویاتار” په خپره کړې اعلامیه کې د ننګرهار وروستۍ غمیزې ته چې تر پنځوسو۵۰ زیات ولسي کسان په کې ووژل شول، اشاره کړې او ویلي یې دي چې، پر ملکي خلکو هوايي بریدونه د امریکایانو او کابل ادارې ستره بې پروايي څرګندوي.
اعلامیې پر امریکایي ځواکونو د احتیاطي ګامونو د اوچتولو غږ کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول بریدونه ورته نور د منلو وړ نه دي.

دا لومړی ځل دی چې د بښنې نړیوال سازمان پر هغه جنایي کړنه چې د نړیوالو ځواکونو لخوا ترسره شوې، غبرګون څرګندوي؛ تر دې وړاندې دغه سازمان په ټولو هغو جنایی کړنو خوله پټه کړې وه چې د افغان_امریکایي ځواکونو لخوا د هیواد په لر اوبر کې ترسره کیدل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button