د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې اربکی قومندان له ۶ پولیسو سره وژل شوی دی

 

عزم(شنبه، ۳۰ وږی ۱۳۹۸): طالبان وایي نن سهار یې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې یو اربکی قومندان له څو نوذو عسکرو سره یوځای وژلی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قومندان اصف نن سهار د جرم ولسوالۍ اړوند دهن آب خستک سیمه کې و وژل شو.

خبرپاڼه کې راغلي چې قومندان اصف له ۵ نورو پولیسو سره یو ځای په یو برید کې و وژل شو او ۶ نور ملګري یې ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې دولت د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د عملیاتو بریا او دغې ولسوالۍ د تصفیې اعلان هم کړی وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button