برني سنډرز: امریکا باید د افغانستان بې معنا او اوږدې جګړې ته پای کیږدي

 

عزم(یکشنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۸): د امریکا راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سناتور برني سنډرز وایي امریکا دې له افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي او نور دې دغې بې معنا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

برني سنډرز د ننګرهار وروستي برید ته په اشارې ویلي دي چې دا یوه انساني فاجعه وه او نور باید له داسې جګړو مونږ را و وځو.

هغه ویلي امریکا ویل هلته یې داعش جنګیالي وژلي خو داسې نه وه بلکې هلته ټول ملکیان وژل شوي، هلته یوه انساني فاجعه رامنځته شوې تر کله به مونږ په داسې جګړو کې ښکیل یو.

برني ویلي مونږ باید هلته د داعش په نوم پاته نه شو، مونږ باید خپل سرتیري له افغانستان څخه هر څومره زر چې کیدای شي راوباسو او دغې بې معنا جګړې کې ښکیل سرتیري نور باید خپلو کورونو ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې دی چې په امریکا کې د یوې سروې له مخې پنځوس لنه خلک وایي چې افغانستان کې میشتیدل د امریکا په امنیت هیڅ اغیز نشي ښودلی او دغه جګړه نوره باید ختمه شي.

دغه سروې کې یواځې ۲۳ سلنه خلکو افغانستان کې د خپلو عسکرو له میشتیدلو سره توافق ښودلی او ویلي یې دي چې زمونږ سرتیري هلته د امریکا امنیت ساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button