غزني: ګډوځواکونو یوځل بیا پر بازار بریدکړی او خلکو ته میلونونه افغانۍ زیان ور اړولی

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم افغان او امریکایي ګډو ځواکونو د همدې ولایت د ناوې ولسوالۍ بازار ویجاړ کړ او تر ۱۰۰ پورې د دوکانونه سوځولو سربیره يې د هغوی مالونه هم چورتالان کړل.

عزم(یکشنبه، ۳۱ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایی چې افغان_امریکایي ځواکونو د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ د سلیمانزو په عام بازار چاپه وهلې او لسګونه دکانونه یې له منځه وړي دي.
خبرزیاتوي، په دغه شپنۍ چاپه کې د خلکو ۵۰ دکانونه چې له بیلابیلو خوراکي، تعمیراتي، پرزه فروشي او نورو توکو څخه ډک وه، لوټ تالان شوي او ودانیو ته یې اورونه ور اچول شوي دي.
ځایي خلک وایي،ګډوځواکونو یې شخصي اموال، توکي او اجناس له ځانه سره وړي او دکاندارانو ته يې میلیونونه افغانۍ مالي زیان ور اړولی دی.
د سیمیزو سرچینو په وینا، ګډوځواکونو پر هغو کورونو هم برید کړی، چې یاد بازار ته نږدې پراته وه او د ګڼو دروازې یې ماتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم افغان او امریکایي ګډو ځواکونو د همدې ولایت د ناوې ولسوالۍ بازار ویجاړ کړ او تر ۱۰۰ پورې د دوکانونه سوځولو سربیره يې د هغوی مالونه هم چورتالان کړل.
تر اوسه د ګډحکومت ویاندویانو په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button