هلمند: د واده پر مراسمو د بمبار پر مهال لسګونه تنه ملکي وګړي وژل شوي

 

عزم(دوشنبه، ۱ تله ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې امریکایي الوتکو د هلمند ولایت د موسی کلاولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه واده پر مراسمو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې لسګونه تنه ملکي وګړي، چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي، شهیدان شوي دي.

سیمیز خلک وایي،په هوایي برید کې درې۳ موټر او دوه ۲کورونه په نښه شوي او تر ۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
ځینې سرچینې بیا د شهیدانو شمیر تر پنځوسو۵۰ زیات یادوي او زیاتوي، چې د بمبارۍ پر مهال په نښه شوي موټر او کورونه په یو مخیز ډول له منځه تللي دي.


تر اوسه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندویانو په دې هکله سپیناوی نه دی کړی.
داپه داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د ګډحکومت مشر اشرف غني یوځل بیا ټینګار کړی چې دوی د نیویارک او واشنګټن د امنیت ساتنې لپاره په هیواد کې د نړیوالو ترهګرو پر وړاندې د جګړو په لومړیو کرښو کې جنګیږي او زیاته کړې یې ده چې «فضل دخدای ج ده، له همدې امله نیویارک او واشنګټن دواړه خوندي هم دي»

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د واده پر مراسمو هوایي برید ترسره کیږي، تر دې وړاندې د همدې ولایت په سنګین ولسوالۍ او د هیواد په نورو ولایتونو په ځلونو  د ودونو مراسم بمبار شوي، چې پر وړاندې یې د ګډحکومت چارواکو د هیڅ کوم غبرګون ښودلو جسارت نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button