د هیواد رادیو تلویزون خبریال عبدالحميد هوتکي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی

عزم(چهارشنبه، ۳ تله، ۱۳۹۸): له کندهار څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې بیګا شپه د دغه ولایت په مرکز ښار ته څیرمه د هیواد رادیو تلویزون خبریال عبدالحمید هوتکي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
راپورونو کې راغلي دي چې هوتکي باندې د ښار اړوند د لالک ماما په نوم تعمیر ته څیرمه چاودنه شوې چې نوموړی پکې لومړی ټپي خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د افغانستان دازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) د عبدالحميد هوتکي وژنه پر رسنیو یو ستر غم او لویه تشه بولي.
دغې ادارې د جنګونو ښکيلو غاړو څخه غوښتنه کړې چې د خبريالانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په وینا یې چې خبريالان بې طرفه کسان دي.
د دغه برید مسئولیت تر اوسه چا نده منلی خو په کندهار کې وخت ناوخت د دولت له لوري هم ځینو خبریالانو ته ګوتڅنډنه کیږي چې ځینې خبریالان له همدې امله څو څو وارې دولت بندیان کړي هم دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button