اروزګان: ترینکوټ کې د امریکایي عسکرو پر ټانګ زوروره چاودنه شوې

عزم(پنج شنبه، ۴تله ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې تیره ورځ غرمه مهال د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د «نچین» په سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر ټانګ د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې ده.
سیمیزې سرچینې وایي، چاودنه زوروره وه او د بهرنیانو ټانګ یې په بشپړ ډول له منځه وړی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت یې په هکله کوم سپیناوی نه دی کړی خو طالبانو ادعا کړې چې په ټانګ کې سپاره ټول بهرني پوځیان یې له منځه وړي دي.

د یادونې وړ ده چې دناټو ځواکونو د پالیسي له مخې د بهرنیو پوځونو د تلفاتو شمیر یا له پیښې څه موده وروسته او یا هم حالاتو ته په کتو هیڅ نه رسنیزه کیږي، تر څو د نورو ځواکونو او افغان عسکرو پر مرال ناوړه اغیز ونه کړي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button