اسرائيلو فلسطيني کاڼو ويشتونکو له پاره ۲۰ کاله بند سزا وټاکله

Picture4

تل ابيب(عزم:چهارشنبه ۳۱ چنګاښ ٩٤) د اسراييلو پارلمان هغه قانون تصويب کړی چې په کې هغو فلسطينانو ته چې دخپلې دفاع په خاطر په اسرائيلي  ټانکونو د کاڼو ګزارونه کوي د ۲۰ کاله بند سزا ټاکل شوې ده.فلسطيني چارواکو دغه اقدام يوه ظالمانه اقدام بللی.

تېره ورځ د اسرائيلو په پارلمان کې د ۶۹ غړو په تائيد او ۱۷ نورو په رد کې دغه پريکړه وشوه.

.د اسرائيلو پارلمان تېر کال د بيت المقدس په ختيځ کې د پارېدلو فلسطيني لاريوونکو له لوري  د اسرائيلو په عسکرو د کاڼو له  بريدونو وروسته دغه قانون د تصويب له پاره پارلمان ته وړاندې کړ.

د بشري حقونو نړيوالو ادارو د فلسطينانو په خلاف داسرائيلو د وسلو بې دريغه استعمال غندلی دی.
تر اوسه په زرګونو فلسطينې لاريوون کوونکي د اسرائيلي عسکرو په بريدونو کې شهيدان شوي.
ددغه نوي قانون له مخې که چېرته کوم فلسطينی د کاڼو د ګزار په تور ونيول شو او ثابته شوه چې ګزار يې د اسرئيلو موټر يا عسکر ته زيان رسولی نو په شل کال بند به محکوميږي او که چېرې ګزار شوی وی او اسراييلي عسکر او موټر ته زيان نه و رسېدلی نو تورن به په ۱۰ کاله بند محکوميږي.

تر دې مخکې په دې تور د نيول شويو فلسطينانو سزا يوازې درې مياشتې ټاکل شوې وه.

د فلسطيني قيديانو مشر قدره فارس ددغه نوي قانون په اړه ويلي چې دا قانون به د فلسطيني او اسرائيلو ترمنځ نور هم مشکلات رامنځته کړي او دغه قانون يې نفرت خپروونکی بلل دی او ويلي دي چې دغه سزا د اصولو له مخې  له دغه جرم سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی ځکه چې جزم کوچنی او سزا څو چنده ده.

دغه قانون به له دې وروسته په فلسطيني مسلمانانو د اسرائيلو دمحکمو له لوري پلی کيږي.

د اسرائيلي محکمو په وينا هر کال شاوخوا ۱۰۰۰ تنه فلسطينيان په اسرائيلي عسکرو د بريدونو په تور د محکمو له لوري په سزا محکوميږي.

د يادونې وړ ده چې دفلسطيني مسلمانانو له لوري په اسرائيلو د تېږو د بريدونو پيل د ۸۰ اتيايمې لسېزې د پيل له کالونو څخه هغه وخت پېل شوې چې اسرائيلي عسکرو د فلسطينانو د اوسېدو په سيمو بريدونه وکړل، او فلسطينان د خپلې دفاع په خاطر په کاڼو ورولو لاس پورې کړ خو اسرائيلي ځواکونو هرځل دفلسطينانو د تېږو دګزارونو په ځواب کې پرې مرمۍ ورولي.

 عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button