جوزجان: طالبانو د ‘درزاب’ ولسوالۍ ونیوله

عزم( شنبه، ۶ تله ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې نن د هیواد په کچه د جمهوري ریاست ټاکنې پیل شوې، طالبانو یې پر مهال دریمه ولسوالي هم تر خپل کنترول لاندې راوستله.
باوري سرچینې وایی، دغه ولسوالۍ نن تر ماسپښین وروسته طالبانو نیولې چې په ترڅ کې یې د امنیې قومندان رحمت الله، د ملي امنیت د مدیر عبدالاحمد او نظامي افسر سید مقدس په ګډون ۱۷ تنه د ملي اردو عسکر او پولیس وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
سرچینې وایي، د پیښې پرمهال تر شلو ۲۰ ډير عسکر او پولیس له طالبانو سره یوځای شوي هم دي.

طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ د زیات شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې تیرکال دغه ولسوالۍ کې طالبانو د داعش لویه مرکزي جرړه له منځه یووړه چې ورسره داعش ډله په ټولو شمالي ولایاتو کې لمنځه ولاړه.

هغه مهال د داعش ژغورنې په موخه دغې ولسوالۍ ته د ملي اردو او امریکایانو چورلکې راغلې او تر ۱۵۰ کسانو زیات داعشیان یې له طالبانو وژغورل.

باید وویل شي چې تر دې څوګړۍ وړاندې طالبانو د تخار ولایت د بهارک او خواجه غار ولسوالۍ هم ونیولې او تر څنګ یې په ټول هیواد کې انتخاباتي پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button