د ټاکنو سیمیز کمیسیونونه: د رای ورکونکو کچه خورا ټیټه وه

عزم(یک شنبه، ۷ تله ،۱۳۹۸)د پکتیا، بامیانو، بلخ او ځینو نورو ولایتونو د ټاکنو د سیمیزو کمیسیونونو چارواکو ویلي، اړوند ولایتونو کې یې د تیرو ټاکنو په پرتله د ګډونوالو شمیر څو چنده کم وه.
د بلخ ولایت د ټاکنو د سیمیز دفتر رئیس محمد ایوب بیاني وایي، نوي سلنه رای پاڼې یې شمیرلې چې له مخې یې جوتیږي یواځې ۵۷ زره کسانو په دې ټاکنو کې ونډه اخیستې ده.
نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۵۶ زره کسانو نوملیکنه کړې وه.

بل لورته د کاپیسا ولایت د ټاکنو کمیسیون وایي؛ له ۱۶۴ زره رای ورکوونکیو څخه یواځې ۳۴۴۳۵ کسانو خپله رای کارولې ده.
کمیسیون ویلي؛ په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر ټیټ و؛ خو دغه شمېر به له پلټنو وروسته نور هم راټیټ شي.
د پکتیا د ټاکنو کمیسیون بیا ویلي، چې په ۱۶۲ رای مرکزونو کې یواځې ۱۶۳۳۲۳ رایې کارول شوې په داسې حال کې ۴۱۰۰۰۰ څلور لکه او لس زره کسانو نوملیکنه کړې وه.

د بامیانو چارواکي هم د خلکو کمرنګه ګډون مني او زیاتوي چې د ۲۱۹ مرکزونو په ۲۰۲ محلونو کې ۷۱ زره کسانو رای کارول شوې په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۷۱زره بامیانیانو نوملیکنه کړې وه، چې د خلکو ګډون په کې ۴۰ سلنې ته راټیټ شوی دی.
پروان کې بیا ۴۰ زره کسانو رایه کارولې په داسې حال کې چې ۲۲۰ زره کسانو په تذکرو سټیکرونه لګولي وه.
د کندهار ولایت د ټاکنو کمیسیون مشر ایمل عبدالله وبلي، چې په ۱۲۱ رای مرکزونو کې ۱۵۷ زره کسانو خپلې رایې کارولي دي په داسې حال کې چې سلګونو زرو کسانو نوملیکنه کدې وه.
په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلکو په غوڅ اکثریت سره دغه ټاکنې تحریم کړې وې  .

د شنونکو په باور چې  دغه شمیرې هم اصلي نه بریښي او ښایي چې  تر درغلیو وروسته یا د انتخاباتو د مشروعیت لپاره قصدي لوړې ښودل شوې وي.

شنونکي د خلکو نه ګډون د طالبانو غوښتنې ته د خلکو مثبت ځواب ویل، پر ټاکنو بې باوري او د سولې غوښتنې د داعیې  پیاوړي کیدل ښیي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button