طالبانو په بلخ، کندهار او هلمند کې ۴۹ تنه دولتي عسکر وژلي دي

عزم(سه شنبه، ۹ تله ،۱۳۹۸)راپورونه وایی چې طالبانو د بلخ ولایت په شورتیپه، دکندهار په شاولیکوټ او د هلمند په نادعلي ولسوالیو کې دولت پلوه ځواکونو ته د سر دروند زیان ور اړولی دی.
خبر زیاتوي، طالبانو تیره شپه د بلخ ولایت د شورتيپې ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ ناڅاپي برید کړی چې له امله لوی شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
که څه هم سیمیزو چارواکو په دې هکله د جزئیاتو له ورکړې ډډه کړې خو طالبانو بیا ادعا کړې چې
د برید پرمهال یې د امنیې قومندانۍ نیولې، ۳۰ تنه عسکر یې ځای پرځای وژلي او ۱۲ نور یې ژوندي نیولي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دو رینجرو او ۴۳ میله سپکو او درنو وسلو په ګډون د پراخو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی..

خبرپاڼه کې دغه راز ادعا شوې، چې تیره شپه د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ د تناوچې سیمه کې د یوه نفوذي برید په پایله کې د قومندان حضرت په شمول ۹ تنه عسکر وژل شوي او د اړوند پوستې د نیولو تر څنګ زیات شمیر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

اخوا د هلمند ولایت نه خبرونه وایي چې د نادعلي ولسوالۍ کې هم ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو ویلي، د بریدونو په لړ کې یې ۱۰ تنه پولیس ځای پرځای وژلي اوګڼ شمیر نور په ټپي حال کې له سیمې تښتیدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button