دحضرت خالد بن ولید رضی الله عنه زړورتوب

لیکوال:سیدسعید (اغاجان)

حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه فرمایی چي دموتې دغزاپه ورځ زما په لاس کي نهه توري ماتي شوې،او صرف یوه توره پاته شوه چي دیمن ساخت پلنه توره وه.
(اخرجه البخاري واخرجه ابن ابي شیبه کما فی الاستعاب ج ١ص ٢٠٨)
حضرت اوس بن حارثه بن لام رضی الله عنه فرمایی چي دهرمز نه زیات دمسلمانانو غربو بل هیڅوک دښمن نه و ،کله چي موږ دمسلیمه او دهغه ملګري ختمولو نه فارغ شو نو موږ دبصرې طرف ته روان شو.نو پرکاظمه موږ ته مخامخ شو ډیر لوی لښکر یی راوستلی و،حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه مقابلې لپاره میدان ته راووتی،حضرت خالد رصی الله عنه هغه مړ کړ،دازیری حضرت خالد رضی الله عنه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ولیکی.په ځواب کي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته ولیکل چي دهرمز ټول سامان ،جامې،آس وغیره…دي حصرت خالد رضی الله عنه ته ورکړل شي.نو په هغه کي دهرمز یوتاج چي قیمت یی یولک درهمه ووهم شامل وو.ځکه چي دفارس خلګو به چي څوک خپل سردار جوړوی هغه ته به یی دیولک درهمه تاج پرسر کوی.
( اخرجه الحاکم (ج ٣ص ٢٩٩)
حضرت ابو الزناد رضی الله عنه فرمایی چي کله دحضرت خالد رضی الله عنه دانتقال وخت نژدې شو نو هغه وژړل او وې فرمایل چي زه به دومره دومره یعني ډیر زیات جنګونو کي جنګونو کي شریک شوی یم او زما په بدن کي دلویشت برابر ځای نشته چي دهغه دتوري یانیزې زخم نه وي.وګورﺉ اوس زه پرخپله بستره مرم څنګه چي اوښ مري .یعني ماته دشهادت مرګ نصیب نشو،الله دي وکړي چي دډارن خلګو په سترګو کي هیڅ کله خوب رانشي.
اخرجه الواقدي کذا فی البدایه (ج ٧ص ١١٤)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: