امریکایي سفیر: ټاکنو کمیسیون باید ټاکنیز بهیر ژر او پوره روښانه کړي

 

عزم(چهارشنبه، ۱۰ تله ،۱۳۹۸)کابل کې د امریکا سفیر جان باس په یوه ټویټري پیغام کې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ضد او نقیض راپورونو سپیناوی ژر ترژره وکړي.

نوموړي په پوښتونکي بڼه ویلي،« د ټاکنو د اطلاعاتو راټولولو مرکز به څه وخت کار پیلوي، دې کار مونږ سخت اندیښمن کړي یو. »
نوموړي پر کمیسیون غږ کړی چې باید په دې اړه خلکو او ناظرانو ته دغه بهیر ژر او پوره روښانه کړي.

داسې ښکاري چې د چارواکو وروستیو څرګندونو او د تقلباتو راپورونو امریکایي سفیر هم پر دې بهیر شکمن  کړی وي.

د امریکا د بهرنیوچار وزارت مرستیالې الیس ویلز بیا ویلي، د ټاکنو کمیسیون یواځنۍ مرجع ده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانولی شي او په دې برخه کې دې نوماندان له وخت وړاندې خبرو ډډه وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button