قریشي: طالب او امریکايي استازي به پاکستان کې سره وګوري

 

عزم(جمعه، ۱۲ تله ۱۳۹۸): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا د استازو د مخامخ ناستې خبر ورکړی دی.

قریشي داسې مهال د دواړو لوریو استازو د مخامخ ناستې کیدلو خبر ورکړی خو تر دې وړاندې د خلیلزاد دفتر ویلي وو هغه داسې څه په پام کې نه لری چې ګواکې پاکستان کې دې له طالبانو سره و ویني.

بلخوا بیا د افغان چارو کارپوه او د بي بي سي خبریال طاهرخان چې دا مهال په اسلام اباد کې دی وایي چې د طالبانو او امریکایي لوری ناسته ترسره شوې ده.
طاهرخان ویلي دی چې یوه پاکستاني چارواکي ورته منلې ده چې دغه ناسته ترسره شوې ده.

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی او طالبان د مذاکراتو د بیا پیلیدو غوښتنه کوي.

د یادونې وړ دی چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې که امریکا غواړي ورسره و ویني دوی تیار دي چې مذاکرات بیا پیل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button